اسلام آباد 12 فروری (اے پي پي﴾اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د اسلامي نړۍ رښتينې پرمختګ باوري كولو لپاره لائق او ذيركو سياستمداروته اړتيا ده٬په دې لړ كښ?? كامسټيك د قدر وړ كردار ترسره كوي۔ده دا خبرې د او آئي سي د سائنس او ټې??نا??وجۍ قائمه كمېټۍ (كامسټېك)غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومه چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه۔په دې موقع د سائنس او ټې??نا??وجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د ك??مسټېك كوآرډينېټر جنرل ډاكټر شوكت حميد غونډې ته په آستانه كښې د سائنس او ټې??نا??وجۍ په اړه د او آئي سي د مشرانو غونډه كښې د شوو پريكړو په اړه بريفنګ هم وركړو۔اولس مشر ووئيل د اسلامي نړۍ او د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د سائنس او ټې??نا??وجۍ پرمختګ ډېر ضروري دے۔په دې خوشحاله يم چې د اسلامي مرستې تنظيم د سائنس او ټې??نا??وجۍ قائمه كمېټي په دې لړ كښې غوره كردار ترسره كوي۔ ده ووئېل هيله ده چې د ك??مسټېك سره تړلې هيلې به ډېرې زر پوره شي۔په غونډه كښې د سائنس او ټې??نا??وجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن نه علاوه د سائنس او ټې??نا??وجۍ سېكترې مېرمن ياسمين محمود٬د ك??مسټېك صلاحكار ډاكټر قاسم جان او كارپورهه ډاكټر خورشيد حسنېن هم ګډون وكړو