اسلام آباد15 فروری (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان اولس سماجي٬اقتصادي پرمختګ او ښېګړې لپاره عزم ل??ي٬سي پېك سره به د سيمې اولس ته نوې اقتصادي موقعې په لاس ورشي۔ده دا خبره د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير حفيظ الرحمان سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې مهال د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر٬د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز او نور اعلٰی چارواكي هم موقع موجود وو۔د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير وزيراعظم د سي پېك تر سيوري لاندې د ځينې مهمو منصوبو پشمول د بېلو پرمختيائي منصوبو په اړه خبر كړ??۔ګلګت بلتستان كښې د برېښنا وضعې په اړه خپل بر??فن?? كښې حفيظ الرحمان ووئيل موجوده حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال موجوده 82 مېګ??وا?? برېښنا كومه چې د تېرو 70 كلونو څخه سيمه كښې پیدا كېدله 54 مېګ??وا?? زياتوالې كړې۔ده وزيراعظم ته ووئيل د برېښنا د واجبات ترلاسه كولو صورتحال هم ښكاره ښه شوے او دا مهال وصولۍ نزدې 80 فيصده ته رسېدلې۔ده ووئيل په پاور ګرېډ جوړولو هم كار روان دے۔اعلٰی وزير ووئيل د سي پېك تر سيوري لاندې د 180 مېګ??وا?? استعداد لرونكې برېښنا دوه منصوبې به د سيمې د توان حاجت ترسره كولو له مرستيالې وګرځي۔ده وزيراعظم منطقه كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د ګلګت بلتستان حكومت هڅو څخه هم خبر كړ??۔اعلٰی وزير وړاندېز وركړو چې ګلګت لپاره د پي آئي اے پروازونو زياتوالې سره به سيمه كښې سېلګرې وده ومومي ۔اعلٰی وزيراعظم د كينسر روغتون٬مېډيكل كالج او د كارډيالوجي سنټر جوړولو پشمول د ګلګت بلتستان اولس لپاره په بېلو لويو منصوبو د پېشرفت په اړه هم خبر كړ??۔وزيراعظم اعلٰی وزير له باور وركړو چې د سي پيك تر سيوري لاندې ګلګت بلتستان سره اړوندو ټولو منصوبو ته زر تر زره حتمي شكل وركول او عملدرآمد له به ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئيل دير چترال سي پېك لينك روډ منصوبې ته هم خاص پام ل??نه كولې شي