اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت د كوټليو پرمختيائي اهدافو تر سره كولو لپاره ګامونه پورته كړي دي٬پرمختيائي كارونو كښې بلدياتي ادارې په زړه پورې كردار لري٬پاكستان كښې د سي??ست??دارو او پارلماني غړو پرمختيائي كارونه نظرانداز كېدې نه شي٬بلدياتي ادارې پاكستان كښې د سي??ست??دارو لپاره د نرسري حېثيت لري۔د شورو په ورځ “كوټليو پرمختيائي اهدافو تر سره كولو كښې د بلدياتي د??رو كردار”په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپل خطاب كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل بايد كوټلي پرمختګ لپاره پارلماني غړي٬بلدياتي نمائندګان د وسائلو په ترجيحاتو كښې توازن برقرار وساتي۔ده ووئيل پرمختيائي عمل مخ په وړاندې بوتللو له به پارلماني غړو او بلدياتي ادارو له پھ ګډه كار كول وي۔وزيراعظم ووئيل بلدياتي ادارې پاكستان كښې د سي??ست??دارو لپاره د نرسري حېثيت لري۔ده ووئيل پاكستان كښې د تېرو څو لسيزو پھ مهال د بېلو نظامونو تجربه شوې٬درېم د ځايې ح??ومتونو نظام ؤ۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د اړخه ټاكلې شوي اهداف پرمختګ لپاره مهم دي٬حكومت كوټليو پرمختيائي اهدافو تر سره كولو له اقدامات كړي٬مونږ له دا باور راكړی كېږي چې پرمختيائي كار د پارلماني غړو نه دے٬ ده ووئېل د بلدياتي ادارو په اړه څلورو صوبو كښې نظام وضعه كړی شوې دغسې مركز كښې پارلماني نظام خپل كار كوي او دا په پاكستان كښې د جمهوري نظام د كاميابۍ علامت دے۔وزيراعظم ووئيل سياست كښې په ځايې كچه مسئلې اهميت لري٬پھ دې لړ كښې هغه د يوې سروے حواله وركړه چې پكښې 42 فيصده كسانو بلدياتي ادارې پرمختګ لپاره مهمې ګرځولې۔ده ووئيل پارلماني غړي٬د صوبائي اسمبليو غړي او د ځايې ح??ومتونو نمائندګانو ترمينځه مرسته او د هغوي اجتماعي هلو ځلو سره د پرمختګ اهداف ترلاسه كېدې شي۔وزيراعظم ووئيل په اولسي نمائندګانو د اولس فشار وي كه هغوي اتفاق وكړي نو اولسي بنيادي مسئلې ح?? كېدې شي۔ده ووئيل زمونږ اهداف هر كلي له برېښنا وركول٬سړك جوړول او د تعليم او صحت آسانۍ وركول دي۔ده ووئيل د كنفرنس پھ كولو ګډون كوونكو ته د يو بل د تجربو څخه د ??ست??ادې كولو موقع په لاس ورغلې ۔د دې څخه وړاندې د آسيا لپاره د يونائيټډ سټيز اينډ لوكل ګورنمنټس٬سوئس ايمبيسډر او د المان دوهم سفير د كوټلي پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔دوي پرمختيائي ايجنډې تر سره كولو له د ځايې ح??ومتونو د نظام اهميت رامخې ته كړو