اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د ج??ټس اعجازالاحسن په كور د ډزو د پېښې سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په وفاقي ??و صوبا??ي كچه اړوند چارواكو ته هدايت كړې چې تورن دې زر تر زره د قانون منګولو ته وسپارل شي۔ د اتوار په ورځ د غندنې په بيان كښې هغې ووئيل چې د پنجاب وزيراعلٰي شهباز شريف هم په صوبا??ي كچه اړوند چارواكو ته زر تر زره د تورنو نيول هدايت كړے۔ مريم اورنګزېب ووئيل چې بايد ??ه پېښه كښې ككړ داسې شرخوښي عناصر زر په ډاګه كړې شي۔