اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) اطلاعات ا و خپرونو وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي د انتهاخوښۍ لويې سبب د تعليم كمې٬غربت٬زياتېدونكې آبادي او مذهبي عدم برداشت دے٬پھ دې قابو موندلو لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده۔ده د نهې په ورځ د بشري حقونو پاكستان قامي كمېسون سېمينار ته خطاب كولو۔ده ??وئ??ل د هر رنګ او نسل خلق رياست ته يو برابر دي٬د مذهب په نوم انتهاخوښي د پاكستان نه د ټولې نړۍ مسئله ده۔ده ??وئ??ل مونږ له شدت خوښي د انسانيت سره تړل نه دي پكار۔يو مذهب هم د بل مذهب سره د بې انصافۍ درس نه وركوي٬ټول مذهبونه د مينې او امن درس وركوي۔ده ??وئ??ل د غربت او تعليم نشت والي سره ترهه ګري زياتېږي٬مونږ له خبرې نه څه كول پكار دي٬زمونږ مذهب مونږ له د مينې درس راكوي٬مونږ له به بنيادي مسائل وړومبې سمول وي۔ده ??وئ??ل حكومت له د خلكو ښه والي لپاره اقدامات پكار دي٬وفاقي وزير ??وئ??ل پاكستان كښې خلق په لاس وركولو يو بل ته دا احساس وركوي چې مونږ يو بل ته څومره نزدې يو۔ده ??وئ??ل د بشري حقونو كميشن لپاره د حكومت ذمه واري ده چې هغه كمېشن خپلواكه كړي او د بشري حقونو لپاره كمېټو ته ټاكلې فنډز هم ورسوي ۔ده ??وئ??ل مونږ له به د رنګ نسل تفرقې نه يوخوا سوچ كول وي٬د حكومت فرض دي چې د خلقو خذمت وكړي٬دوي له وخت وركړي او د دوي ښېګرې له چمتو اوسي۔بېرسټر علي ظفر ??وئ??ل پخوا په پاكستان كښې څه خلق داسې هم رامخې ته شوي چا چې خپل ذاتي سوچ په نورو خلقو د مسلط كولو هڅه كړې خو داسې سوچ به اوس مخ په وړاندې تللو له ورنه كړې شي۔ ده ووئېل د دې لپاره به مونږ له خپل تعليمي نظام بدلول وي۔د اطلاعات وزير ??وئ??ل پاكستان افغانستان كښې د جنګ نه پس استعمال كړی شو او لوېديز په دې وئېلو پاكستان يوازې پرېښود چې مونږ تاسو وكارولۍ او اوس مونږ ستنېږو۔ده ??وئ??ل پاكستان يوازې د ترهه ګرو په ض?? جنګ وكړو او كاميابي يې ترلاسه كړه٬اوس دا خبره باوري كول دي چې هغسې عناصر بيا سر پورته نه كړي۔ده ??وئ??ل ټولنه كښې د زغم كلتور ودې له به مونږ خپل تعليمي نظام ښه كول وي۔د ادارو قوي كولو سره مو غوره نتائج ترلاسه كولې شو۔ده ??وئ??ل په پولټيكل سائنس كښې يو تصور شته چې محدود حكومت پكار دے نو زه هم د دغسې تصور مرستياله يم٬حكومت د نورو مذهبي حقائق محدود كولې نه شي۔ده ??وئ??ل يوه عدالتي پريكړه راغلې چې سول سرونټس له يو فارم وركړئ چې د مذهبي عقيدې په حقله ترې وپوښتنلې شي ٬ده ووئېل دا حق څوك نه لري چې د بل نه پوښتنه وكړي چې ته څه مذهب لرې٬دغه پريكړه چېلنج كول غواړي۔