اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي)د صدارتي ټاكنو 2018 په حقله تيارۍ پاې ته رسېدلې دي٬په دې لړ كښې الېكشن كمېشن آف پاكستان په 16 اګست 2018 د صدارتي ټاكنو پروګرام جاري كړو چې له مخې يې د ??ام??دګۍ كاغذونو جمع كولو نېټھ 27 اګست غوره كړی ??وې??د آئين ترمخه د صدارتي الېكشن كولو لپاره چيف الېكشن كمشنر د ريټرننګ افسر په توګه خپلې ذمه وارۍ تر??ره كوي۔د كاغذات وصولۍ او د پولنګ كولو لپاره د هائي كورټس چيف جسټس صاحبان پريزدائيډنګ افسران غوره كړې شوي ۔د كاغذات جمع كولو لپاره په ټاكلې ورځ 12 كانديدانو د ??ام??دګۍ كاغذونه جمع كړي۔د جانچ پړتال څخه وروستو د 8 كانديدانو د ??ام??دګۍ كاغذونه ??د كړې شوي او د څلورو كانديدانو د كاغذونو منظوري وركړې ??وې??د كاغذونو بېرته اخستلو لپاره نېټ?? تر30 اګست 2018 ماسپښين 12 بجې وه۔تر ټاكلي وخت يو كانديد امير مقام مقابلې څه ځان يو خوا كړو او بيا حتمي فهرست جاري كړی شو۔د كانديدانو د حتمي فهرست له مخې مقابله د اعتزاز احسن٬عارف علوي او مولانا فضل الرحمان ترمينځه ده۔