اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ له خپل رېكارد سمولو ته اړتيا ده٬ يو پاكستانې هم د نائن الېون په پېښو كښې ككړ نه ؤ ٬ بيا هم پاكستان د ترهګرۍ په ضد امريكائي جنګ كښې د ګډون پرېكړه وكړه٬ ۔ تر دې دمه پاکستان ته په دې جنګ كښې 75 زره ځاني او 123 اربه ډالرو څخه زيات معاشي زيان رسېدلې او د دې په ضد امريكائي مرسته يوازې 20 ارب ډالره وه٬ په خپلو ناكامو پاكستان د قربانۍ ګډورې جوړولو په ځائ امريكې له د دې خبرې په سنجيدګۍ سره جاج اخستل پكار دي چې يو لك 40 زره د ناټو عسكرو ٬ دوه نيم لكه افغان پوځ او د يوټرېليونه ډالرو خرڅ كولو باوجود نن په افغانستان كښې طالبان د وړاندې نه زيات قوي دي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان قبائلي سيمې ړنګې شوې او په لكهونو خلق بې كوره شوي ٬ دې جنګ د پاكستان د عامو وګړو په ژوندون ژور آغيز كړې۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان زمكيز او فضائی مواصلات فری لائنز پرله پسې وركوي۔ وزيراعظم استفسار وكړو چې آيا ټرمپ ?? يو داسې اتحادي نامه ښودلې شي چا چې دا ډول قربانۍ وركړې وي؟ د يادونې وړ ده چې د وزیراعظم عمران خان دا ټوېټس په اتلسم نومبر د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په ” فاكس نيوز” د خپرې شوې مركې نه پ?? رامخې ته شوې كومه كښې چې ھغه په پاكستان تور لګولې چې امريكې لپاره ئې هېڅ نه دي كړي او د ټرمپ پاكستان له د كروړونو ډالرو وركولو د پوځي مر??تې ايسارولو د امريكائي انتظاميې د پرېكړې دفاع كړې ده