اسلام آباد 05 دسمبر(اے پي پي) د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په هدايت خارجه وزارت د كورنيو چارو وزارت په مرسته د پنځ?? مياشتني ماشومې د پیژندګلو مسئلې حل كولو لپاره كار كوي د كومې مور پلار چې مختلف شهريت لري۔ د يادونې وړ ده چې د پنځ?? مياشتنې ماشومې خبر تېر?? مياشت پھ خليج ټائمز كښې خپور شوې و۔ د ورځپاڼې له مخې د ماشومې پلار د برتانيې او مور د پاكستان وګړی ده او د?? ماشومه ??ه ابوظهبي كښې زېږېدلې ځكه د دې شهريت يو سواليه نشان جوړ شوې او هغه پاسپورټ نه شي ترلاسه كولې۔د راپور له مخې د ماشومې پلار د خپلې لور پاسپورټ ترلاسه كولو لپاره د پاكستان سفارت ته مراجع كړی ځكه چې د هغې مور پاكستانۍ وګړی ده خو سفارت ده ته وئېلي دي چې د پاكستان د قوانينو له مخې د كوم ماشوم پلار پاسپورټ لپاره خواست كولې شي۔د ايوان صدر لخوا جاري شوي خبرپاڼې له مخې اولس مشر ډاكټر عارف علوي د دې خبر نوټس اخستلو سره خارجه وزارت ته د دې مسئلې حل كولو لپاره د معاملې د جاج اخستلو هدايت كړې