اسلام آباد 05 دسمبر(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د پرېس كونسل آف پاكستان چيئرمېن ډاكټر اېم صلاح الدين مينګل د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو او هغه ته يې د كونسل كلن راپور وړاندې كړو۔ پھ دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر شفقت جليل ٬د پرېس كونسل آف پاكستان رجسټرار محمد رياض او سينئر خبريال ممبر جنرل كونسل ناصر زيدي هم موجود وو۔ اولس مشر د كونسل كاركردګي ستائېلو سره ووئ??ل چې كونسل او د اطلاعاتو وزارت دې د شكاياتو ازالې او پرنټ مېډيا لپاره د اخلاقو په ضابطه موثر عملدرآمد لپاره زيات منظم طريقه كار وضعه كولو لپاره په ګډه حكمت عملي جوړه كړي۔ اولس مشر ووئ??ل چې مونږ په داسې دور كښې ژوند كوو چرته چې پرنټ٬اليكټرانك او ډيجيټل مېډيا په يو بل كښې مدغم كېږي او د اطلاعاتو د ودې نوي تصورات پیدا كوي۔ اولس مشر ووئ??ل چې اوس مېډيا د دوه اړخيزه كميونيكېشن ذريعه جوړېږي چرته چې اولس په اطلاعاتو د سوشل مېډيا د لارې خپل غبرګون ښودلې او تبصره كولې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو سېكتر شفقت جليل پھ دې موقع اولس مشر ته ووئ??ل چې د پاكستان مېډيا ريګوليټري اتهارټۍ د ت??كي?? خاكه(كنسېپټ پيپر) پھ ??تم?? پړاؤ كښې ده او چې ??تم?? شكل وركړی شي نو اړوند ډلې به خبرې كړی شي