اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی)۔ د خارجه چارو وزارت چارواكې سيده فاطمي او ددې د خاوند شعېب حسن د جنازې ل??ونځ ادا كړې شو۔ د خارجه وزارت مشرانو چارواكو او ددوئي پسمندګانو د جنازې ل??ونځ كښې ګډون وكړو۔ د سيد شعېب حسن د جنازې ل??ونځ د اتوار په ورځ ادا كړې شو۔ د خارجه وزارت مشرانو چارواكو ٬ سفارتكارو او ملازمينو سره سره د ارواښادو پسمندګانو او د سيمې وګړو لويه شمېره كښې د جنازې ل??ونځ كښې ګډون وكړو۔ خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه د ارواښادې كور ته لاړه چرته چې دې غمژنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ خارجه وزير شاه ??حمود قرېشي هم د ارواښادې روح ??ه ثواب رسولو له دعا وكړه او ددې كورنۍ سره ئې غمرازي وكړه۔ وروستو د ارواښادې مړې اټك ته روان كړې شو۔ دا به خپل د پلار نيكه مقبره كښې خاورو ته سپارلې شي۔ سيد شعېب حسن اېچ الېون مقبره كښې خاورو ته وسپارلې شو۔ ??ا خبره دې ښكاره وي چې سيده فاطمي او ددې خاوند دواړه تېره ورځ په حق رسېدلي وو۔ دواړه ښځه خاوند اوس اوس د واده نه وروستو هنزه ته تلي وو ۔ د اطلاعاتو ت??مخ?? دوئي د ځائي هوټل په كوټه كښې د ګاز ليك كېدو لامله مړه شوي وو۔