اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي د ساهيوال پیښې ذمه وارو له به سخته سزا وركولې شي٬د جے آئي ټي راپور به دې ايوان ته وړاندې كولې شي٬د طاهر داوړ د شهادت پلټنو له به د جے آئي ټي سره سره د پ??رليمان پنځه كسيزه كمېټي جوړولې شي٬د ساهيوال پیښې هېڅ جواز نه شي وركړی كېدلې٬د پوليس نظام كښې به اصلاحات كولې شي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي ووئيل نن ټول قام په غم دے٬د ساهيوال په پېښه به ځواب م??نږ وركوو٬٬ ده ووئېل م??نږ دې ايوان٬د پ??كستان اولس او لوے څښتن له ځواب وركونكې يو۔ده ووئيل كله جې د وفاق او ??وب?? ترمينځه كوآرډينېشن نه وي نو بيا به د يو تور د پ??سه بل تور لګي۔د دې پیښې څوك هم جواز نه شي وركولې۔ترڅو چې د جے آئي ټي راپور نه وي راغلې تر هغه وخت دې څوك هم خبره نه كوي٬ ده ووئېل م??نږ به دغه راپور دلته وړاندې كوو ٬ كه م??نږ په دې پېښه كښې ككړو كسانو له سزا ورنه كړه نو بيا هېڅ ګټه نشته۔دې لپاره كه وزارت پرېښودل وي نو پرېښودلې به شي۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت دروازې د فاټا غړو لپاره پرانستلې ده ٬ چا چې د پښتنو بې عزتي كړی په ضد به يې كاروائي كولې شي٬ ده ووئېل د طاهر داوړ په اړه جرګھ كښې محسن داوړ تللې او د هغه مړې هم د محسن داوړ په سبب ترلاسه شوې٬م??نږ د هغه مننه كوو۔ ده ووئېل د طاهر داوړ په اړه د پ??رليمان پنځه كسيزه كمېټي جوړه شوې په هغې كښې محسن داوړ هم شامل دے ٬جے آئي ټي او پارليماني كمېټي به پھ ګډه د دې پلټنې كوي۔ده ووئيل م??نږ ټول يو يو٬د مذهب او مسلك په نامه دې وګړي ونه ويشلې شي چرته چې د جزا او سزا تصور نه وي٬د هغې هېواد پ??يكړې بيا نور څوك كوي