د هندي عسكرو لخوا په لائن آف كنټرول د جنګ بندۍ په خلاف ورزيو ورته سخت احتجاج رېكارډ كړی شو۔خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی) اسلام آباد كښې د هند دوهم هائي كمشنر آهلو واله خارجه دفتر ته رابللې شوې او د هندي عسكرو لخوا په لائن آف كنټرول د جنګ بندۍ په خلاف ورزيو ورته سخت احتجاج رېكارډ كړی شوې۔د خارجه دفتر وياند له مخې ډائرېكټر جنرل(سوئېلي آسيا او سارك)ډاكټر محمد فيصل د هند دوهم هائي كمشنر ګوروف آهلو واله د شورو په ورځ خارجه دفتر ته رابللې او د اكتوبر په 15مه نېټه د هند عسكرو لخوا په كنټرول لائن د جنګ بندۍ د خلاف ورزيو ئې سخته غندنه كړی۔د هندي ځواكونو لخوا د شورو په ورځ نيزه بير سېكټر كښې د بې درېغه ډزو په نتيجه كښې د كرني كلي اوسېدونكي درې بې ګناه وګړي 55 كلن غلام قادر د پلار نوم يې لال دين٬ 12 كلنه مريم بي بي او 10 كلن حېدر علي شهيدان او د مېرمنې او ماشومې پشمول نور 8 وګړي ژوبل شوي وو ۔وياند ووئيل هندي ځواكونو په اېل ااو سي او وركنګ باونډري شهري آبادي د مارټر او خودكاره وسلو سره پرله پسې په نخښه كړې ۔ده ووئيل وګړي په نخښه كول افسوس ناك او د بشري وقار او بشري حقونو نړيوالو قوانين خلاف ورزي ده۔وياند ووئيل د هند لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزيو څخه سيمه ايز امن او سلامتيا خطر سره مخ دي چې د كومې هم تزويراتي غلط فهمۍ سوب جوړیدې شي۔ده پھ هند زور راوړو چې هغوي د كال 2003 جنګ بندۍ لوظ نامې احترام وكړي٬د جنګ بندۍ خلاف ورزو موجوده او نورو پیښو پلټنې دې وكړی شي۔ ده دوهم كمشنر ته ووئېل خپلو ځواكونو ته د جنګ بندۍ په حقيقي توګه د احترام كولو هدايت وكړئ او په كنټرول لائن او وركنګ باونډري امن په برقرار اوساتئ

مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores
متعلقہ مضامین
مزید خبریں