د پارليماني چارو وفاقي وزير سناتور اعظم خان سواتي د دوهم وزير علي محمد خان سره خبري كنفرنس

image
APP32-23 ISLAMABAD: October 23 – Federal Minister for Parliamentary Affairs, Senator Muhammad Azam Khan Swati addressing a press conference alongwith Minister of State for Parliamentary Affairs, Ali Muhammad Khan. APP

اسلام آباد23 اکتوبر (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير سناتور اعظم خان سواتي وئېلي دي د مولانا فضل الرحمان د آزادي مارچ په شا د مودي بيانيه ده٬مونږ په تېر وخت كښې دهرنې لپاره د څلورو حلقو نه پرانستلو په ضد راوتلي وو٬په ټاكنو كښې تحريك انصاف ته د واضحه اكثريت ننه ترلاسه كېدو په وجه مخلوط حكومت جوړ شوې٬د حكومت 13 مياشتو په مهال معيشت استحكام موندې ٬وزيراعظم عمران خان د اقتدار سنبهالولو نه پس د اولسي ګيلو لرې كولو لپاره وزيراعظم شكايت سېل جوړ شوې٬په دې سيل تراوسه 13 لكه 60 زره ګيلېراغلي چې پكښې د 12 لكه ګيلو ازاله شوې۔ده د شورو په ورځ د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان سره خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔ده ووئيل د پارليماني چارو وزارت ته د سپيكر او سېنېټ چيئرمېن معاونت ترلاسه دے ٬د پارليمان په كمېټو كښې وزارت مهم كردار ترسره كوي٬وزيراعظم د ټولو وزارتونو ډويژنل مشر دے ۔ده ووئيل د آرټيكل 93 له مخې د وزيراعظم پنځه صلاحكار پارليمان كښې كيناستلې شي دغسې خاص مرستيال د حكومت د پارليمان نه بهر مرسته كوي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د اقتدار سنبهالولو نه پس د اولسي ګيلو لرې كولو لپاره وزيراعظم شكايت سېل جوړ شوې٬په دې سيل تراوسه 13 لكه 60 زره ګيلې راغلي چې پكښې 12 لكه لرې شوي۔دوهم وزير علي محمد خان د وزيراعظم د شكايات سيل نګراني كوي۔ده ووئيل د وزيراعظم په شكايت سېل په هره اونۍ كښې غونډه كېږي او د اولسي مسئلو او د هغې حل لپاره غور كېږي۔وزيراعظم د كابينې په غونډه كښې وزيرانو ته وئېلي دي چې د خپل وزارت نه ځانله د اولسي ښېګړی لپاره څه پروګرامونه اوښائي چې ورسره اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر او د سېنېټ چيئرمېن غېر جانبدار دي ځكه چې هغوي د هېواد د مسئلو حل كولو تجربه لري٬له بده مرغه تحريك انصاف حكومت ته واضحه اكثريت نه دې ترلاسه شوې چې له امله يې مخلوط حكومت جوړ شوې٬حكومت د اتحادي ګوندونو د رايو سره مخ په وړاندې ځي۔ده ووئيل سباؤن كښې به په سېنېټ كښې پاكستان تحريك انصاف ته اكثريت ترلاسه شي۔ده ووئيل مولانا فضل الرحمان سره د ګرانۍ څه فكر نشته په اصل كښې اپوزېشن ګوندونه او مولانا پھ خپله د احتساب په ضد دي خو په هېواد كښې به د احتساب عمل روان وي٬ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان د آزادي مارچ په شا د مودي بيانيه ده٬تاريخ ګواه دې مونږ په تېر وخت كښې د څلورو حلقو پرانستلو غوښتنه كړی وه او د دغې نه پس مونږ دپرلت وهلې ؤ ۔ دوي ووئېل دغسې مولانا فضل الرحمان څه مقصد لري د هغې علم نه لرو۔ده ووئيل نېب د حكومت ماتحت نه دے او د هغې د مقدمو سره حكومت هېڅ تعلق نه لري۔ده ووئيل په ادارو كښې كار كوونكي ډېلي ويجز او نورو ملازمانو مستقل كولو او په ادارو كښې د اصلاحاتو لپاره ډاكټر عشرت حسېن كار كوي۔په دې موقع علي محمد خان ووئيل د وزيراعظم شكايت سېل څوك كالو راهسې كار كوي٬په هغې وګړي په هېواد كښې او د هېواد څخه بهر ګيلې رالېږي او زه پخپله د دغې ګيلو ازالې لپاره څلورو واړو صوبو كښې د مسئلو حل له كار كوم۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان له اولس پنځه كاله مېنډېټ وركړی٬د بدلون ابتدا پھ هغه ورځ پېل شوې كله چې عمران خان اقتدار سنبهال كړی او د كابينې په غونډه كښې يې وئېلي دي چې څوك هم په كرپشن كښې ككړ وي هغه به په كابينه كښې نه شي شاملېدې۔ ده ووئېل وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د كشمير مسئله پورته كړې٬اوس د كشمير مسئلې په ځاې مولانا د آزادي مارچ په وجه د وګړو پام بل پلو ګرځول غواړي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں