دوهم وزير شهريار خان آفريدي سره د ايران سفير مهدي هنردوست وليدل٬د خور په مړينه يې خواشيني وښودله

image

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پی پی)د سېفران او نشه اي توكو دوهم وزير شهريار خان آفريدي سره په پاكستان كښې دايران سفير مهدي هنردوست د زيارت په ورځ ملاقات كړی او هغه د شهريار آفريدي سره د خور په مړينه فاتحه خواني وكړه۔د زيارت په ورځ د وزارت څخه جاري شوي بيان له مخې په دې موقع دوهم وزير ووئيل چې ايران او پاكستان به په منطقه كښې د امن او پرمختګ او نشه اي توكو مخ نيوي لپاره په ګډه كار كوي۔په دې موقع په پاكستان كښې تعينات د ايران سفير مهدي هنردوست ووئيل چې ايران مشرتابه د وزيراعظم عمران خان په منطقه او اتحاد امت ويژن ته د قدر په سترګه ګوري٬ايران تل د پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ دې۔دواړه هېوادونه د تاريخي دوستۍ په رشتو كښې تړلې دي۔ده ووئيل چې ايران به د پاكستان كشمير پشمول په هر سيمه ايز او نړيوال فورم ملاتړ كوي

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں