د مېری ټائم افېئرز ډویژن پرمختيائي كارونو له د 21 کروړه روپو فنډز جاري

image

اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د مېری ټائم افېئرز ډویژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه د 21 کروړه روپو فنډز جاري كړې دي۔ حكومت د دې ډويژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال د 3 اربه 60 کروړه روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن جاری كړې شمېرو لمخې حكومت پورټ الائیډ سټرکچر كښې پرمختيائي كارونو له 16 کروړه 84 لکھ او پی اېم اے كښې د امنيتي آسانيو رسنې له 2 کروړه 30 لکھ څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں