خارجه شاه محمود قرېشي په تهرپاركر كښې د تندر په لوېدلو كښې په ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه

image

اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د تهرپاركر پشمول سندھ او نورو سيمو كښې د سخت طوفان ٬باران او تندر لوېدو له امله په شوي مالي او ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړی ده او وې وئېلې دي په دې سخت وخت كښې د تهر كورنۍ او نورو ځپليو په غم كښې برابر شريك يو۔شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ د پي ټي آئي صوبائي او ځايې مشرانو سره رابطه وكړه او په ځپليو سيمو كښې په سمدستي توګه هلې ځلې پیل كولو او ځپليو ته هر ډول ممكن مرسته وركولو لباره ئې سپارښتنه وكړه ۔خارجه وزير تهر كښې د طوفاني باران او تندر رالوېدو له امله په حق رسېدليو كسانو بخښنې او غم جنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونې كښې دعا وكړه چې لوے څښتن دې د سندھ پشمول د پاكستان ټولې سيمې د آفتونو څخه محفوظ اوساتي

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں