اسلام آباد 11 مارچ(اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د تېلو او ګاز لټون سره تړون لرونكو ځائي كمپنو ته د تېلو لټون په لړ كښې د هلو ځلو ګړندۍ كولو امر كولو سره پاکستان كښې د موجودو تېلو او ګاز پانګو لټون لپاره د نوموړو غېر ملكې كمپنو ترغيب وركولو لپاره بهر هېوادونو كښې د روډ شوز كولو پرېكړه كړې ده۔ د وزیراعظم په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د پټروليم څانګې معاملو په اړه مهمه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر ٬ د پټرولیم وزير غلام سرور خان، د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني، د پټروليم سېكتر او پټروليم ډويژن لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې هېواد كښې د تېلو او ګاز پانګو لټولو لپاره په موجوده قوانين او انتظامي اصلاحاتو غور اوشو۔ وزيراعظم د تېلو او ګاز لټون سره تړون لرونكو ځائي كمپنو ته د لټون په اړه د هلو ځلو ګړندۍ كولو امر وكړو۔ وزيراعطم پټروليم ډويژن ته د تېل او ګاز پانګو لټون غېر ملكي كمپنو ته د هر ډول آسانۍ وركولو هم امر وكړو۔ وزیراعظم امر وكړٶ چې وزارت څخه د منظورو عمل ګړندې كړئ او د سرې فيتې خاتمې لپاره ټول عمل په يوه مياشت كښې ډيجيټل كړئ۔ په دې لړ كښې وزیراعظم خبر كړې شو چې د تېلو او د ګاز كوهيانو ډوېلپمنټ عمل له كمپنو ته د منظورو عمل كښې غېر ضروري تاخير ختمولو له د وزارت كردار تر مانيټرنګ محدود كول شي٬ ده ووئېل پاکستان كښې كار كوٶنكې د تېلو او ګاز څانګې سره تعلق لرونكو غېر ملكي كمپنو ته به بشپړ امنيت وركولې شي۔ په غونډه كښې د هېواد د امنيت موجوده غوره صورتحال سره سره د ګاز او تېلو كمپنو ته د لا امنيت وركولو لپاره د خاص فورس جوړولو پرېكړه وشوه٬ پاکستان كښې د موجودو پانګو لټون لپاره د معروفو غېر ملكي كمپنو ترغيب لپاره بهر هېوادونو كښې د روډ شوز كولو هم پرېكړه وشوه۔ غونډه كښې د تېلو او ګاز لټون لپاره د فرنټيئر زون جورولو او كمپنو ته د ګاز زړه راښكونكې بيعه وركولو په اړه هم تفصيلي خبرې وشوې۔ وزیراعظم امر وكړو چې د تېلو او ګاز لټون لپاره دې نوې قوانين زر تر زره د شريكې ګټې كونسل ته وړاندې كړئ شي دغسې چې دې ته حتمي شكل وركړې شي۔ په غونډه كښې د ګاز غلا او ضياع مخنيوي لپاره د سوئي ناردرن او سوئي سدرن لخوا د لائحه عمل جاج هم واخستې شو۔ وزیراعظم ووئيل قدرت پاكستان له د ډېرو پانګو سره سره د تېل او ګاز هم مناسب پانګې وركړې دي ٬ د كومو لټون او پكار راوستلو لپاره جې د هېواد حاجتونه تر ډېره حده تر سره كېدې شي۔ ده ووئيل د بده مرغه په تېر وخت كښې د هېواد د تېلو او ګاز پانګو لټون ته د پام لرنې په ځائ ګران درآمد ته ترجيح وركړې شوې چې ورسرنه نه يوازې صنعتي مصرف كوٶنكي ځپلې شوې بلكې عام اولس هم ځپلې شوې او ګراني زياته شوې ده