پاکستان د ماليزيا تجربې څخه استفاده كولې شي

image

اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان د ماليزيا تجربې څخه استفاده كولې شي ٬ د 30 كالو راهسې مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كوٶ ٬ مونږ خپل هېواد كښې امن راوستلې دې كوم چې اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري دے ٬ د دې خواږه به راتلونكو كلونو كښې ترلاسه كېږي ٬ د اسلامو فوبيا په ضد اسلامي نړۍ د پاكستان او ماليزيا مشرانو پلو ګوري ٬د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه به سباؤن كښې اړيكې لا قوي شي۔ د جمعې په ورځ په ايوان صدر كې د ماليزيا د وزيراعظم مهاتير محمد په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا دستورې ته خپلې وېنا كښې اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې يو شمېر موقعې شته ٬ مونږ د ماليزيا څخه ډېر څه زده كولې شو۔ اولس مشر ووئيل ماليزيا په ھغه اسلامي هېوادونو كښې شامل دې چرته چې مثالي جمهوريت دې٬ پاكستان هم جمهوري هېواد دې٬ دواړه اسلامي روڼه هېوادونه دي۔ ده ووئيل د 30 كالو راهسې مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كوٶ او په دې جنګ كښې زمونږ وسله والو ځواكونو خپل ځانونه قربان كړې دي او امن ئې راوستلې دې او پولې او هېواد ئې محفوظ كړې دې چې خواږه به ئې په راتلونكې كلونو كښې ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل سره د يو غريب هېواد د بشري او اسلامي جذبې له مخې 35 لكه كډوالو ته مونږ په هېواد كښې هركلې وئېلې دې او اوس د هغوي څلورم نسل پاكستان كښې موجود دې ٬ دا د اعلٰې انساني ٬ اخلاقي او اسلامي اقدارو بې مثاله څرګندونه ده۔ وزیراعظم عمران خان اقتدار ترلاسه كولو سره امن پلو لوے اقدام كولو سره ګاونډې هېواد ته د امن پېغام وركړې خو هند د جارحيت څرګندونه كړې چې پاكستان ئې بشپړه ځواب وركړې او د اوسني اړي ګړي باوجود پاكستان د صبر او زغم څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د كشمير مسئله بنيادي ده چرته چې د 80 زره څخه زيات كسان شهيدان شوې دي او ګڼ شمېر د پېلټ ګنز ښكار شوې دي ده ووئيل نړۍ پوهېدل پكار دي چې مسئلې نظر انداز كېدې نه شي٬ نړيوالې ورورولۍ له به د كشمير كشالې په نزاكت پوهېدل پكار وي او د بشري حقونو د خلاف ورزو به ورله نوټس اخستل وي۔ ده ووئيل نړۍ له د اسلامو فوبيا د نوي يلغار مخنيوي كول دي ٬ د غريب او امير فرق زياتېږي او د دې چېلنجونو لاره نيول دي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان ورځ پرېډ په موقع د ډاكټر مهاتير محمد په ګډون خوشحاله شوې يم او دا مونږ لپاره د اعزاز خبره ده۔ ده ووئيل د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه به اړيكې په سباٶن كښې لا قوي ش

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں