د پیټروليم مصنوعاتو بيعه په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعې سره تعلق لري

image

اسلام آباد 01 اپریل (اے پی پی) د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي چې د پیټروليم مصنوعاتو بيعه په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعې سره تعلق لري٬حكومت د اوګرا د اړخه د پیټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د زياتوالي لپاره لېږلې شوې سمري منظور شوې نه ده٬اولس له د اوګرا سمرۍ برعكس رېليف وركړی شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د منرل ډوېلپمنټ كارپورېشن دورې په موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل اوګرا هره مياشت په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعې صورتحال جاج اخستلو سره د پیټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د ردو بدل پھ اړه سمري لېږي۔د دې نه پس سمري د خزانې وزارت ته ځي او د حتمي منظورۍ لپاره وزيراعظم ته وړاندې كېږي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د پیټروليم مصنوعاتو بيعه٬د هند٬بنګله دېش او نورو هېوادونو په مقابله كښې كمه ده۔دا مهال هم په هند كښې د ډيزل بيعه د پاكستان څخه زياته ده۔اوګرا د 11 روپو زياتوالي تجويز كړې وو كوم چې مونږ منظور نه كړو او تر شپږ روپو پېټروليم مصنوعاتو كښې اضافه شوې۔ده ووئيل په سمندر كښې د تېل او ګاز لټون لپاره ډرېلنګ روان دې٬ 4 زره ميټره څخه زيات ډرلنګ شوې او تر 5500 ميټر به ډرلنګ كولې شي۔ده ووئيل پخواني حكومت په دې اړه لوظ نامه كړې وه خو په هغې عملدرآمد مونږ كړې او د تېلو كمپنو له مو آساني وركړې۔په دې موقع وفاقي وزير ته د پاكستان معدني پرمختيائي كارپورېشن چارو په اړه بريفنګ وركړې شو۔وفاقي وزير د كلين اينډ ګرين پاكستان ترمخه بوټې هم نال كړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں