حکومت د وزیراعظم عمران خان وژن له مخې د صحت آسانيو رسنې عزم لري

image
APP42-08 ISLAMABAD: May 08 - Special Assistant to the Prime Minister on National Health Services, Dr. Zafar Mirza inquiring about the health of a patient during his visit at PIMS. APP

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د صحت مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي چې حکومت د وزیراعظم عمران خان وژن له مخې د صحت آسانيو وركړې عزم لري٬ حكومت هېواد كښې د صحت داسې نظام جوړول غواړي چې بنياد ئې يونيورسل هېلت كورېج وي۔ ډاکټر ظفر مرزا دا خبرې پمز روغتون كښې د انفېكشن رنځونو لپاره د جوړ كړې شوي نوي وارډ پرانستې دستورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل پرائمري هېلت كېئر نظام به قوي كوٶ كوم ته چې په تېرو 70 كالو كښې پاملرنه نه ده شوې۔ ده ووئيل د صحت په څانګه كښې انقلاب راوستل زمونږ مشن دې۔ ډاكټر ظفر مرزا په دې موقع د اېمرجنسي او کېنسر وارډ پشمول د بېلا بېلو وارډونو دوره وكړه او د رنځورانو د آسانيو جاج ئې واخستو۔ د دې نه وړاندې د پمز اېګزېكټو ډاېرېكټر ده ته د روغتون كاركردګۍ او د پېښو چيلنجو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړٶ۔ په دې موقع د صحت وفاقي وزير كېپټن (ر) زاهد سعيد هم موجود

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں