اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان په روژه كښې اولس ته د تعطل نه بغېر په برېښنا وركولو د توان وزارت كاركردګي ستائيلې۔ وزيراعظم عمران په خپل ټويټر پېغام كښې د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان او د توان سېكتر عرفان علي ته شاباشې وركړو او وې وئيل چې په كوم ډول دوي د برېښنا غلا كوونكو تعاقب كړے او د رسد په نظام كښې كشالې لرې كولو لپاره ئې كار كړے٬ هغه د ستائنې وړ دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د دوي په هڅو قوم په وړومبي ځل د لوډشېډنګ نه پاكه روژه تېره كړې۔