بايد مریم نواز او بلاول بھټو زرداری د كركې وړ بيانونو څخه ډډه وكړي

image

اسلام آباد 26 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال نعیم الحق وئيلي دي چې اپوزیشن لارښود په زندان كښې د خپلو ملګرو بچ كولو لپاره يو ځائې شوي’ حكومت به آسانۍ سره بجټ منظور كړي’ بايد مریم نواز او بلاول بھټو زرداری د كركې وړ بيانونو څخه ډډه وكړي او د اولسي ګټو لپاره قانون سازۍ كښې برخه واخلي۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل اپوزیشن په زندان كښې د خپلو ملګرو بچ كولو لپاره خپل سياست مخ پھ وړاندې بوځي۔ هغوي د بجټ ناكامه كولو هڅې كوي خو حكومت به پھ آسانۍ سره بجټ منظور كړي۔ ده ووئيل مریم نواز او بلاول بھټو زرداری د جمهوریت او قامی ګټو پھ ضد بیان بازی كوي۔ بايد هغوي د كركې وړ بيانونو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل قامی اسمبلۍ كښې به داسې ضابطه اخلاق جوړولې شي چې ورسره به څوك په يو بل تورونه نه شي لګولې۔ ده ووئيل احتجاج د ټولو سياسي حق دې خو بايد احتجاج د قانون له مخې وي

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں