پخوا د شتمندو لپاره هاٶسنګ سكيمونه جوړېدل

image
APP62-15 ISLAMABAD: July 15 - Prime Minister Imran Khan addressing a gathering after inaugurating Online Registration Portal of Naya Pakistan Housing Authority at PM Office. APP

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پخوا به شتمندو لپاره هاٶسنګ سكيمونه جوړېدل٬ په وړومبي ځل حكومت لږ آمدن لرونكو طبقو لپاره هاٶسنګ سكيم پېل كوي٬ كورنيو او بهرنيو سرمايه كارو ته بلنه وركوٶ٬ په دې لړ كښې به نوې پاكستان هاٶسنګ اتهاټۍ كښې د ون ونډ آپرېشن د لارې آسانۍ وركولې شي٬ د كوچنۍ كمپنۍ جوړولو سره د كاروبار پېل كوٶنكو به معاونت او ډاډګيرنه كولې شي٬ كورونو جوړولو لپاره د فنانسنګ عمل آسانولو لپاره نوې آرډیننس وړاندې كوٶ۔ د وزیراعظم عمران خان دا خبرې د ګل په ورځ د نوي پاكستان هاٶسنګ او ډوېلپمنټ اتهارټۍ له مخې د آن لائن رجسټرېشن دوېم پړاٶ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان، یوسف بېګ مرزا، د وزيراعظم وياند ندیم افضل چن، ډاکټر عمران زېب خان او د نوي پاكستان هاٶسنګ اېنډ ډوېپلمنټ اتهارټۍ چيېرمېن انور علي حېدر هم موجود وٶ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د بېلا بېلو وجوهاتو په سوب زمونږ بانكونه كور لپاره فناسنګ نه كوي ٬ په دې صورتحال كښې يوازې ھغه كسانو كور جوړولې شوو كومو چې نغدې روپۍ لرلې٬ په دې لړ كښې نوې آرډيننس وړاندې كوٶ چې د نهې په ورځ به ئې كابينه منظوري وركړې٬ ده ووئېل آرډيننس سره به د كورونو جوړولو لپاره د فناسنګ عمل آسان شي ۔ ده ووئيل پاکستان كښې دا مهال د يو كروړ نوو كورونو ضرورت دے ٬ د دې سكيم له مخې مونږ له بې كوره كسانو له كور جوړول دي٬ ګرد هېواد كښې څومره كورونو ته چې اړټيا ده په دې لړ كښې به معلومات جمع كوٶ٬ ده ووئېل د رجسټرېشن عمل پېل كوٶ چې له مخې به ئې اولس د خپلو وسائلو نه خبر شي چې ھغوې په مياشتنۍ توګه څومره روپی وركولې شو ۔۔ ده ووئيل تېر وخت كښې شتمندو لپاره هاٶسنګ سكيمونه جوړېدل ٬ په وړومبي ځل حكومت لږ آمدن لرونكو كسانو لپاره هاٶسنګ سكيم پېل كو او ٬ په وړومبي ځل د مېنځنۍ طبقې خلقو لپاره كورونه جوړولو له خلق راوړاندې كېږي۔ ده ووئيل نوې پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ كښې به د ون ونډو آپرېشن د لارې اولس ته آسانۍ وركولې شي٬ بهر هېواد او د هېواد دننه سرمايه كارو ته بلنه وركوٶ۔ ده ووئيل په تعليمي ادارو كښې د وظيفائي ډګرۍ وړ زده كوونكو پشمول كوچنۍ كمپنۍ جوړولو سره به د كاروبار كوٶنكو معاونت او ډاډګيرنه كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره هر چا ته معلومه ده چې د دې سكيم اجراء سره به څلوېښت صنعتونو ته نېغه په نيغه ګټه ورسي۔ وزيراعظم ووئيل انګوري كښې به د لس زره كورونكو جوړولو لپار

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں