د وزيراعظم دفتر د اړخه ټولو صوبائي چيف سېكترانو ته خط

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د بې نامي جائيدادونو په ضد د كريك ډاؤن پحقله لويه پريكړه كړې ده ٬ټول افسران به تر 30 ستمبر خپل راپور د اېف بي آر چيئرمېن ته د لېږلو پابند وي٬د وزيراعظم په امر د هېواد ټول ډپټي كمشنرانو او ډويلپمنټ اتهارټي مشرانو ته دبې نامې جائيدادونو په ګوته كولو ذمه واري سپارلې شوې۔د جمعې په ورځ په دې لړ كښې د وزيراعظم آفس د اړخه ټول صوبائي چيف سېكترانو ته خط لېږلې شوې۔د وزيراعظم آفس جاري شوې مراسلې له مخې وزيراعظم سپارښتنه كړی چې ټول ډپټي كمشنران به په يوه مياشت كښې په اړوندو سيمو كښې د بې نامې جائيدادونو په ګوته كولو سره راپور وړاندې كوي۔ټول افسران به تر 30 ستمبر خپل راپور د اېف بي آر چيئرمېن ته د لېږلو پابند وي او وزيراعظم آفس ته به هم د هغې د راپور نقل لېږلې شي۔

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں