وزیراعظم عمران خان سره د روسيې خارجه وزير سرګئۍ لاروف وليدل

image
APP62-26 NEW YORK: September 26 - Foreign Minister of Russian Federation Sergey Lavrov called on Prime Minister Imran Khan on the sidelines of 74th UNGA Session. APP

نیویارك 26 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او روسيې د دوه اړخيزه اړيكو په نوعيت د اطمينان څرګندونه كړې ده ٬ دواړو هېوادونو د مقبوضه جمو و کشمیر په وضعه د نزدې رابطو او مشاورت روانه ساتلو پرېكړې ده۔ دا پرېكړه د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې په مهال وزیراعظم عمران خان سره د روسيې د خارجه وزير سرګئۍ لاروف د ملاقات په مهال شوې۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو د پاك روس دوه اړخيزه اړيكو په نوعيت د اطمينان څرګندونه كولو سره دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په بېلا بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ پاکستان او روسيې د مقبوضه جمو و کشمیر په صورتحال د نزدې رابطې او مشاورت پرېكړه هم وكړه۔ د روسيې خارجه وزير ووئيل روسيې تېره مياشت د مقبوضه جمو و کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غونډې مخالفت نه ٶ كړې۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د مقبوضه جمو و کشمیر اندېښمن صورتحال سره امن او استحكام ته خطرې پیښې دي٬ مقبوضه جمو و کشمیر كښې بې ځايه بنديزونه لرې كولو لپاره به نړيوالې ورورلي له راوړاندې كېدل وي۔ ده ووئېل هند د نړۍ پام اخوا كولو لپاره په پاكستان د ترهګرو د معاونت د ناسمو تورو لګولو هڅې كوي۔ دواړو ډلو د افغان عمل پشمول منطقه كښې د امن او امان په مجموعي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں