اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) مذهبي همغږۍ او منځني ختيز لپاره د وزيراعظم خصوصي استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي چې كوم مسلمان ته قاديانې وئيل په شرعي او قانوني توګه درست نه دي۔ د شرعي احكاماتو له مخې كوم مسلمان ته كافر ويونكې خپله كافر كېږي۔ قاديانې په اسلامي شريعت كښې او د پاكستان آئين لمخې د اسلام دائرې نه خارج دے ځكه د كوم سياسي مقصد لپاره كوم مسلمان ته قاديانې وئيلے كېدے نه شي۔ د خالي په ورځ يو بيان كښې هغه ووئيل شهزاد اكبر چې كله د خپلې عقيدې سپيناوې وكړو نو دې نه وروسته په هغه د قادياني كېدو تور لګول سم نه دي۔ تور لګوؤنكو ته به په دې عمل معذرت كول وي۔