اسلام آباد31مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د ټېكنالوجۍ استعمال به په انتخاباتو كښې سپېځلتيا باوري كولو كښې كليدي كردار ولوبوي٬ د كامياب جوان پروګام له مخې د 45 كالو نه كم عمر وكيلانو ته لس لكه روپۍ په قرضه وركولو غور روان دے، د بار اېسوسي اېشن په اهم قانوني معاملو كښې قائدانه كردار ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د هائي كورټ بار اېسوسي اېشن او د ډسټركټ بار اېسوسي اېشن اسلام آباد پلاوي سره خپلو خبرو كښې كړې۔ د ملاقات په مهال بار اېسوسي اېشنونو غړي د الېكټرانك ووټنګ مشين استعمال په اړه خبر كړې شول۔ په دې موقع وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل پنجاب بار کونسل، پېنډي بار او ملتان بار خپلې ټاكنې د اليکټرانك ووټنگ مشين د لارې كولو مطالبه كړې ده، اسلام آباد هائي کورټ بار هم په راتلونكو انتخاباتو كښې د دې ټېكنالوجۍ څخه استفاده كولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم د وكيلانو د مسئلو د حل ذمه واري راپغاړه كړې ده، د وكيلانو د مسئلو هواري لپاره هر ډول ممكنه مرسته كولو لپاره چمتو يو۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د وكيلانو چېمبرز جوړولو لپاره سي ډي اے ته په ترجيحي بنيادونو كار لپاره امر شوے۔ ده ووئيل د كامياب جوان پروګام له مخې د 45 كالو نه كم عمر وكيلانو ته لس لكه روپۍ په قرضه وركولو غور روان دے٬ سټيټ بينک آف پاکستان سره خبره كولو سره وكيلانو لپاره خاص پېكج وړاندې كوٶ٬ځوانان وكيلان او ښځينه وكيلانې به د دې پېكج څخه مستفيد شي۔ د وكيلانو مشرانو په اسلام آباد ماسټر پلان كښې د جوډيشل کمپليکس مسئلې حل كولو او په پي سي ون جوړولو د وفاقي وزير مننه وكړه۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره په ملاقات كوٶنكو كښې د اسلام آباد هائي كورټ بار اېسوسي اېشن صدر راجه زاهد، نائب صدر فضل الٰهي، جوائنټ سېکتر اختر محمود، فنانس سېکترعرفان اللہ خان بانګي خېل، ايګزيکټو غړي فاخرہ سلطان، رانا علي اکبر، رانا تنوير، سرفراز، آمنه علي او د ډسټركټ بار اېسوسي اېشن اسلام آباد صدر فريد حسېن کېف، نائب صدر فرزانه فېصل، د اېګزېكټو كمېټۍ چيئرمېن راجه محمد سعيد، سيد صلاح الدين شاہ، سردار ناصر، شمسه کياني، چوهدري فېصل محمود، وصيع ﷲ شامل وو۔ په دې موقع د هائي كورټ بار اېسوسي اېشن غړو هم وېنا وكړه