د پن برېښنا او شمسي توان نوو پروژو سره به د برېښنا په بيعه قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي، خارجه وزير

image

ملتان 07 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي د پن برېښنا او شمسي توان پيداوار زياتولو سره د برېښنا په زياته شوې بيعه قابو موندلے كيدے شي او حكومت په دې لړ كښې كوټلي ګامونه پورته كوي۔د راروانو لسو كلونو په مهال به لس نوې هائيډل منصوبې بشپړې شي۔دې څخه پيدا كيدونكي برېښنا به نه يواځي ارزانه شي بلكه زمونږ د برېښنا په سسټم كښې په مجموعي پيداوار به هم اثرات مرتب شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نشترميډيكل هاسپټل كښې د ريټروفټنګ منصوبې پرانستي په موقع وكړه۔ده ووئيل د څلور كروړه 60 لكهه روپو په لګښت دې منصوبې څخه به درې نيم كروړه روپۍ بچت شي۔خارجه وزير ووئيل مونږ د اولس روپۍ بچ كولو سره په صحت او داروګانو خرڅ كولې شوو ۔ده ووئيل چلډرن روغتون كښې نن هم د سولر سسټم د بنياد تيګه اېښودلې كيږي۔درې نيم كروړه روپو لګښت سره به دا پروژه د جولائي تر آخر بشپړه شي او دې سره به د كال يو كروړ 75 لكهه روپۍ بچت شي۔ ده ووئيل د دې سسټم موده 25 كاله ده ۔مونږ به خپل لګښت په دوه كاله كښې ترلاسه كړو او راروان 23 كاله به ويړيا برېښنا هم ولرو ۔ ده ووئيل ګرانه آرزانول يو چيلنج دېے۔حكومت د وزيراعظم عمران خان ويژن تر مخه د دې مسئلې مخنيوي له منصوبه بندي كړي دغسې چې اولس ته ريليف ترلاسه شي۔مونږ تھرمل ، هائيډل او سولر ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل پن برېښنا لپاره مونږ ځيني موقعي لرو۔د واوري ويلي كيدلو اوبه په پن برېښنا كښې استعماليدې شي۔دغسې مونږ د نمر رڼا د شمسي توان لپاره استعمالولې شو۔ ده ووئېل د شمسي توان نظام وړاندې ګران ؤ اوس د هغي خرڅ هم كم شوے۔پن برېښنا او د شمسي توان پيداوار د برېښنا زياته شوې بيعه كښې كمې راوستلے شي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں