ګهوټكي كښې د رېل په پېښه كښې د حق رسېليو مسافرو شمېره 40 ته رسېدلې٬د 60 څخه زيات ژوبل

image

سكهر 07 جون (اے پي پي)د سندھ په ګهوټكي ضلع ډهر سيمې سره نزدې ملت ايكسپرېس او سرسيد ايكسپرېس ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې د حق رسېليو كسانو شمېره 40 ته رسېدلې او 60 څخه زيات ژوبل شوي۔د رېل د ډبو څخه د مړو راويستلو كار تند كړے شوے ٬ پوځ او د رينجرز ځوانان د مرستې په كاروائۍ كښې بوښت دي۔د چارواكو له مخې د ملت ايكسپرېس او سرسيد ايكسپرېس پېښې نه پس تراوسه د 40 كسانو مړي راويستلې شوي٬ژوبل شوي ګهوټكي٬رحيم يار خان او نورو روغتونونو ته منتقل كړې شوي ۔د سكهر كمشنر رفيق مهيسر او د ګهوټكي اېس اېس پي عمر طفيل په پېښه كښې د 40 كسانو د حق رسېدو تصديق كړے۔ده ووئيل 40 مړي رايستلې شوي۔د ګهوټكي اېس اېس پي ووئيل د 30 نه تر 40 كسان اوس هم د ملبې لاندې ګير دي او د نورو د حق رسېدو اندېښنه ده۔د پېښې په ځاے د پاك پوځ او رينجرز ځوانان د مرستې په كاروائۍ كښې بوښت دي۔د رېل ډبو شلولو نه بس مسافر راويستلے كېږي٬د مرستې په كاروائيو كښې د پاك پوځ چورلكې هم برخه اخلي۔د رپورټس له مخې ملت ايكسپرېس د كراچۍ نه سرګودها او سرسيد ايكسپرېس كراچۍ ته روان و ځې د ملت ايكسپرېس ډبې د ډهر سره نزدې د سرسيد ايكسپرېس ډبو سره ټكر شوي ۔دا پېښه د ډهر ريتي لين او اوباړو سټېشن سره نزدې رامخې ته شوې۔د پیښې اطلاع په ترلاسه كېدو په سيمه كښې د مرستې كاروائي پیل شوي ۔د پاك پوځ انجينئرز خاص ډله د پېښې ځاے ته روانه شوې ٬ژوبل او مړه كسان د صادق آباد٬ډهركي او ميرپور تهيلو روغتونونو ته منتقل كړے شوي ۔د رېلوے چارواكو تصديق كړے جې د رېل په پېښه كښې په حق رسېدليو كښې د رېلوے 4 ملازمان هم شامل دي۔د مسافرو په رېل كښې د ګيرېدو اندېښنه ده كومو لپاره چې هيوي مشينري راغوښتلې شوې او ځايې كسان هم د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخلي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں