د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره ميداني سيمو كښې موسم يخ او وچ وي٬ په شمالي سيمو او شمالي بلوچستان كښې به زيات يخ وي۔ د موسمياتو محكمه

image

اسلام آباد 20جنوری(اے پي پي) د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره ميداني سيمو كښې موسم يخ او خشك وي دغسې په شمالي سيمو او شمالي بلوچستان كښې به زياته يخنۍ وي۔ اسلام آباد، پنجاب، د خېبرپښتونخوا په ميداني سيمو او د سنده په زياتو سيمو کښې به زيات دهند لړه او سموګ وي. د ګل په ورځ د موسمياتو محكمې له مخې د كشمير په يو شمېر سيمو كښې د سهار په وخت د باران ورېدو امكان دے۔د خالي په ورځ د موسمياتو محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك دغسې شمالی سيمو كښې زيات يخ ؤ۔ تربت كښې 07، ګوادر كښې 02 او پنجګور کښې 01 ملی میټر باران ریکارډ شوی دی. خطه پوټوهار،پنجاب،اپر سنده او خيبرپښتونخوا ميداني سيمو كښې زيات دهند لړه وه د زيارت په ورځ کم درجه حرارت په ليه کښې منفي 11، سکردو كښې منفي 09، کالام كښې منفي 06، ګلګت، ګوپس، استور كښې منفي 05 او سرينګر کښې 05 ډګري سينټي ګريډ ريكارډ شوې۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں