اسلام آباد۔29جنوری(اے پی پی) د ايران خارجه وزير حسېن امير عبد اللهيان د نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني په بلنه د ګل په سهار اسلام آباد ته راورسېد۔ په نور خان ایئربېس د خارجه وزارت اېډيشنل سېكرټري (افغانستان او لوئيديزه آسيا) رحیم حیات قریشی د ګران مېلمه هركلے وكړو۔ د خارجه دفتر بيان له مخې د ايران خارجه وزير به د دورې په مهال نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني سره خبرې اترې كوي۔ هغه به وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره هم ملاقات كوي۔ د لوړې كچې دې دورې اعلان د روانې مياشتې په 22 مه نېټه د دواړو هېوادونو شرك خبري كنفرنس كښې شوے ؤ ۔ په دغه خبري كنفرنس كښې دا هم وئيلے شوې وو چې د دواړو هېوادونو سفيران به خپلو خپلو چوكو ته بېرته لاړ شي۔ دې څخه وړاندې د ايران لخوا د روانې مياشتې په مهال د پاكستان د فضائي پولو خلاف ورزۍ څخه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې پېچلې شوې وې۔ دغې څخه وروستو د پاكستان لخوا د ايران دننه د پاكستاني نژاد ترهګرو پټن ځايونو په نخښه كولو له بريدونه شوي وو۔