د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی د ملائیشیا کمپنۍ پیټرونا کارپوریشن دفتر دورہ

image

اسلام آباد ۔ 4 نومبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير کوالالمپور كښې د آئل او ګاز سېكټر نوموړي پبلك سېكټر کمپنۍ پیټرونا کارپورېشن دفتر دوره كړې او د پېټرونا کارپورېشن لخوا ئې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو خوښي خوشبينه ګرځولې۔ خارجه وزير پیټرونا کارپورېشن كښې سی ای او پېټرونا اېل این جی اظهر یزید جعفر، د بزنس ډوېلپمنټ مشر ثانی زوهېری او د اېل اېن جی مارکیټنګ مشر حیرل فېضی محمد په شمول اعلی چارواكو سره ملاقات وكړو۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ملائشيا سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او دا لا پراخه كول غواړي۔ ده ووئيل معاشي او تجارتي مرستې ته وده وركول زمونږ د حكومت په اولنيو ترجيحاتو كښې شامل ده۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل پیټرونا کارپورېشن د توان په لړ كښې كار كوؤنكې د ملائشيا د پبلك سېكټرو لويو كمپنيو كښې يوه ده او مونږ د پیټرونا کارپورېشن لخوا پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو كښې د خوښۍ لرلو هركلې كوو۔ په دې موقع دواړو اړخونو په دې لړ كښې يو بل ته د عملي تجويزونو وړاندې كولو پرېكړه هم وكړه۔ د خارجه وزير په درناوي كښې د هائي ټي اهتمام هم وكړې شو په كومه كښې چې کوالالمپور كښې د پاكستان هائي كمشنرې آمنه بلوچ په شمول د سفارت نورو اعلی چارواكو هم ګډون وكړو۔ د پیټرونا کارپورېشن چارواكو د خارجه وزير په راتلو د ده مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں