په دې قابو موندلو لپاره قامي يو والې او همغږي ضروري ده۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر

image

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي هېواد د كورنيو او بهرنيو خطرو او معاشي مسئلو سره مخ دے٬په دې قابو موندلو لپاره قامي يو والې او د همغږۍ وده ضروري ده۔د ګل په ورځ د خپل ټوېټ د لارې پیغام كښې ده ووئيل د پارليماني او قامي يو والي سره د همغږۍ ودې لپاره قامي مكالمې په اړه كردار تر سره كولو لپاره چمتو يو٬د هېواد سياسي مشرانو له هېواد ته رامخې ته شوې مسئلو حل كولو لپاره يو موټې كېدل ضروري دې كومو لپاره چې نېشنل ډائيلاګ د وخت مهم ضرورت دے۔ ده وئېلې د هېواد اعلٰی عدليې او د مخالفې ډلې ګودنونو لارښوندو هم د هېواد مسئلو حل لپاره په پارليماني كچه د خبرو اترو خبره كړی۔ده ووئيل پارليمان د اولس يوازنې نمائنده اداره ده

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں