د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئېلي دي زينب الرټ بل به ډېر زر قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شي٬وفاقي حكومت په كوچنيانو د تشدد مخ نيوي او د هغوي حقونو تحفظ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د نړيوالې بشري او كوچنيانو د حقونو ورځې مناسبت سره راجوړی دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔دې ووئيل وزيراعظم عمران خان د كابينې په وړومبنۍ غونډه كښې په كوچنيانو د تشدد معامله پورته كړې او د كوچنيانو حقونو تحفظ او د هغوي روغتيا او تعليم وركولو لپاره ئې د عزم څرګندونه كړی۔دې ووئيل وزيراعظم پھ آفس كښې خاص سيل جوړ كړی چې پكښې د كوچنيانو تښتولو په اړه ګيلې درج كېږي٬د كوچنيانو حقونو تحفظ په اړه زينب الرټ بل جوړ دے هغه به ډېر زر قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شي۔دې ووئيل پھ كوچنيانو د تشدد مخ نيوي او حقونو تحفظ قوانين موجود دې خو په هغې د عملدرآمد ضرورت دے۔ دې ووئېل په ټولنه كښې د كوچنيانو حقونو په اړه د خبرتيا پیدا كولو ضرورت دے٬پھ دې اړه مونږ له د ټولنې سوچ بدلولو ته ضرورت دے

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں