افغانستان كښې امن، استحکام او پرمختګ د پاکستان امن، استحکام او پرمختګ دے٬ په افغانان روغه جوړه خپل معاملات ترسره كوي٬ په پنځو ورځو كښې د چمن او طورخم د لارې كاروباور تر 65 فيصده زيات شوے۔ شېخ رشيد احمد

image
APP28-240721 LAHORE: July 24 - Interior Minister Sheikh Rasheed Ahmed addressing a press conference at NADRA Mega Center. APP photo by Rana Imran

اسلام آباد25اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي افغانستان كښې امن، استحکام او پرمختګ د پاکستان امن، استحکام او پرمختګ دے٬ د افغانستان مسئله افغانانو له حل كول دي ٬ افغانان په روغه جوړه خپل معاملات ترسره كوي٬ د هند بې عزتي شوې٬ د ھند ټول قونصلېټ د پاكستان په ضد كاروېدو، د نړۍ يو طاقت د سي پېك په لاره كښې خنډ نشي راولاړولے ، د بلوچستان د وضعې خرابولو هڅې روانې دي٬ د افغانستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد نه استعمالېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شوروپه ورځ د شجركارۍ دستورې په موقع د ميډيا نمائندګانو سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل په پنځو ورځو كښې په چمن او طورخم پوله كاروباور تر 65 فيصده زيات شوے۔ ده ووئيل پاكستان نړۍ سره ولاړ دے٬ پاکستان د افغانستان په يوه معامله كښې نېغ په نېغه لاس نه لري٬ د لوي څښتن په شكر په افغانستان كښې مرګ ژوبله نه ده شوې۔ ده ووئيل ھغوي د عام معافۍ اعلان كړے ٬ سكولونه او كالجونه خلاص دي۔ ده ووئيل ھغوي واضح كړې چې د افغانستانخاوره به د كوم بل هېواد په ضد نه استعمالېږي۔ داخله وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د پاکستان ” ايبسلوټلي ناټ” پاليسي واضحه كړې چې مونږ به خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد د كارولو اجازه نه وركوٶ او نه به بل څوك د پاكستان په ضد ترهګرۍ ته پرېږدو۔ ده ووئيل ټي ټي پي به په پاكستان كښې ترهګرۍ ته نه پرېږدو٬ د بي اېل اے او ټي ټي پي د لارې د هند قونصلګرۍ ترهګري كوله٬ د سي پېك په ضد سازش كښې ككړ وٶ۔ ده ووئيل د پاكستان او چين دوستي د هماليه نه لوړه ده او مونږ چين په هر سخت وخت كښې خپل ملګرے ګڼو، د نړۍ يو طاقت د سي پېك په لاره كښې خنډ نشي راولاړولے ،دغسې د چين کمپنيو ته به بشپړ او د اعلٰې معيار امنيت وركولے شي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ د پاكستان د اهميت نه خبر ده٬ وزيراعظم عمران خان به په يو څو ورځو كښې د افغانستان په صورتحال ګردې نړۍ سره خبرې كوي، پاکستان د افغانستان څخه په وتلو كښې بشپړه مرسته كړې ٬ د داخَله وزارت سهولت مركزونه 24 ساعته پرانستې دي، د مارګله سړك جوړولو امر شوے ٬ پوستې ختمې كړې شوي٬ وګړو لپاره مو آسانۍ راپېدا كړي۔ده ووئېل سي ډي اے ته د 1122 او د 1192 سېكيورټي كېمرو لګولو لپاره پېسې وركړې شوي ، د 8 ډرونز کېمرو د لارې به د امنيت څارنه كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغان چارواكو باور راكړے چې د افغانستان خاوره به د پاكستان په ضد نه استعمالېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اپوزيشن ته بيا مشوره وركوم چې به جلسو جلوسونو د عمران خان حكومت نه ځي٬ پنځه كاله به ترسره كوي٬ د يوې پوښتنې په ځواب داخله وزير شېخ رشيد احمد ووئيل هند ته د افغانستان د حالاتو څخه په تكليف رسيدو پوهېږو٬ هند كښې ماتم شوے٬ خپله ماتې ورته ښكاري او د پاكستان قام خوشحاله دے۔

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں