وزيراعظم عمران خان سره د نړيوال اسلامي بينك چيف ايګزېكټو او پاك قطر تكافل چيئرمېن شېخ علي بن عبدالله ثاني وليدل

image

اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان منطقې سره مضبوطې اړيكې او نزدې مرستې ته اهميت وركوي۔ وزيراعظم په خاص توګه جون 2019 كښې د قطر امير د پاكستان دورې نه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې په زياتوالي د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم دا خبره د نهې پھ ورځ د نړيوال اسلامي بينك چيف ايګزېكټو او پاك قطر تكافل چيئرمېن شېخ علي بن عبدالله ثاني الثاني سره د ملاقات په مهال پھ خبرو كښې وكړه۔شېخ علي بن عبدالله وزيراعظم په سباؤن كښې پاكستان كښې د خپل بزنس او سرمايه كارۍ پروژو څخه خبر كړو۔ده وزيراعظم ته ووئيل چې مونږ په پاكستان كښې د كوربتوب په صنعت كښې د سرمايه كارۍ اراده لرو او په دې اړه منصوبه بندي وړاندې پړاؤ كښې ده۔ده ووئيل چې پاك قطر تكافل په پاكستان كښې 70 شاخونه دي او اوس زمونږ ډله د پاكستان په ريئل اسټېټ هاؤسنګ او كوربتوب صنعت كښې سرمايه كارۍ كښې خوښي لري۔دوي په منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره د وزيراعظم د هڅو په بشپړه ډول ستائنه وكړه او په دې لړ كښې ئې د وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب دورې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع ووئيل چې قطر سره په ورورولۍ اډانه مضبوطې اړيكې او نزدې مرستې ته مثبت اهميت وركوو۔وزيراعظم سږ كال جون كښې د قطر امير د پاكستان دورې نه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې په لا زياتوالي د اطمينان څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں