اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف واضحه سپارښتنه كړې چې سمندري لارې څخه د هېواد دننه د پبلک سيکټر 50 فيصده كارګو د ګوادر بندرځاے څخه رواړل باوري كړئ٬ ده په چين كښې د پاكستان زده كوونكو او ريسرچ سکالرز ته د زراعت په څانګه كښې د تربيې وركولو په اړه ټولو صوبو ته د يو ډول تناسب وركولو هم امر وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان كښې د چين سرمايه كارۍ پحقله د جاج اغستو مهمه غونډه وشوه ۔ وزيراعظم واضحه سپارښتنه وكړه چې سمندري لارې څخه د هېواد دننه د پبلک سيکټر كارګو 50 فيصده د ګوادر بندرځاے څخه رواړل باوري كړئ٬ ده په چين كښې د پاكستان زده كوونكو او ريسرچ سکالرز ته د زراعت په څانګه كښې د تربيې وركولو په اړه ټولو صوبو ته د يو ډول تناسب وركولو هم امر وكړو۔ دغسې وزيراعظم د منصوبه بندۍ وفاقي وزير په مشرۍ كښې د کمېټۍ جوړولو امر هم وكړو كومه چې به په چين كښې زرعي تربيې په اړه د پاکستاني زده كوونكو او ريسرچ سکالرز په سپېځلي ډول د انتخاب نګراني كوي۔ په دې موقع وزيراعظم ته د چين پوهانو پلاوي د پاكستان دورې په اړه تفيصلي بريفنګ وركړو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د چين پوهانو پلاوي د 30 جولائي څخه تر 6 اګست د پاكستان دوره كړې او د بېلا بېلو وزارتونو نمائندګانو سره ئې ليدلي چې پكښې د وزارتونو په اړونده څانګه كښې د مرستې زياتولو په اړه تجويزونه وركړې شوي، د پلاوي دورې په مهال د چين پاكستان ترمېنځه تجارت او سرمايه کاري ، توان، زراعت ، انفارميشن ټيکنالوجي، مواصلات او د بنيادي ډهانچې په څانګو كښې مرسته او د سرمايه كارۍ په اړه مهم پېشرفت شوے ۔ د چين پلاوي د هېواد د لويو چيمبرز آف کامرس اينډ انډسټري مشرانو سره ملاقاتونه شوي ٬ د هېواد برآمدات زياتولو او د نان ټريډ بيرئيرز ختمولو پحقله به د چين د پوهانو خدمات ترلاسه كولې شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چين ته د پاکستانو مصنوعاتو برآمدات زياتولو پحقله د چين په بېلا بېلو ښاريو كښې سيکټورل روډ شوز به كولې شي٬ د اليکټرک وهيکلز ، د اليکټرو ميډيکل ډيوائسز او نورو څاګو كښې به د چين څخه د ټيکنالوجۍ منتقلې او اپ ګريډيشن په اړه خدمات ترلاسه كولې شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د چين صنعتونو پاکستان كښې د ري لوكېشن په اړه د چين كمپنو خوښي زياته هم زياته شوې، د چين آټو سپيئر پارټس کمپنۍ په دې وروستيو كښې په پاکستان كښې خپل پلانټ لګولو په اړه مهم پېشرفت كړے، خاص اقتصادي زونز لپاره زمكه په ليز اخستو په اړه آسانۍ راپېدا كولې شي٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د پاکستان زده كوٶنكي او ريسرچ سکالرز ته به چين كښې د زراعت په څانګه كښې تربيه وركولې شي كومې لپاره چې تر اوسه 572 درخواستونه راغلي دي ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، عبدالعليم خان، احد خان چيمه ، رانا تنوير حسېن، جام کمال خان، اويس احمد خان لغاري، قېصر احمد شېخ او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔