كه نړۍ كشمير او په كشميريانو د هندي يلغار لاره نيولو له څه اونه كړل نو د دوه اتومي رياستونو ترمېنځه د ممكنه نيغ په نېغه پوځي محاذ آرائيي څخه به د ګردې نړۍ په امن آثرات مرتب شي

image

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په مقبوضه کشمير كښې په قتل عام د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دي كه نړۍ كشمير كښې په كشميريانو د هندي يلغار لاره نيولو له څه اونه كړل نو د دوه اتومي رياستونو ترمېنځه د ممكنه نيغ په نېغه پوځي محاذ آرائيي څخه به د ګردې نړۍ په امن آثرات مرتب شي ٬د هند لخوا د مقبوضه كشمير د ناجائزه الحاق پرېكړه بېرته اخستو٬ د كرفيو خاتمې او خپل ځواكونه بېركونو ته د ستنولو نه پس خبرې اترې پېل كېدې شي٬ د كشمير پحقله دې نړيواله ورورولي د تجارت او كاروباري ګټې نه پرته سوچ وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د جمعې په ورځ د امريكې نوموړې ورځپاڼه “نيويارك ټائمز” كښې ” نړۍ كشمير نظر انداز كولې نه شي: مونږ ټول په خطر كښې يو” په سرخط مضمون كښې كړې۔ د وزيراعظم دا مضمون كشميريانو سره د يوالي ورځ لمانځلو په موقع شائع شوې۔ وزيراعظم عمران خان خپل مضمون كښې وئيلي دي تېر كال په اګست كښې د پاكستان وزيراعظم منتخب كېدو نه پس سوئيلي آسياء كښې كوټلې امن زما په وړومبنو ترجيحاتو كښې شامل ؤ ٬ د سخت او ناوړه تاريخ باوجود پاكستان او هند دواړو غربت٬ بې روزګاري او د ماحولياتي الودګۍ په خاص توګه ګليشيئرز ويلې كېدو او زمونږ د كروړونو آبادۍ لپاره د اوبو كمي غوندې يو ډول چېلنجونو سره مخ دي۔ ده ووئيل تجارت او د كشمير مسئله كومه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې معمول ته راوستلو لپاره په لار كښې لوے خنډ دے٬ د دې د هواري سره هند سره اړيكې ممعمول ته راوستو لپاره په ټاكنو كښې د كاميابۍ نه پس د جولائي په 26مه نيټه په ټي وي خپل وړومبنۍ وېنا كښې ما وئيلې وو مونږ هند سره ښې اړيكې غواړو او كه هند يو قدم رواخلي نو مونږ به دوه قدمه اخلو٬ د دې نه پس ستمبر كال 2018 كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په موقع د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ملاقات كېدونكې ٶ خو هند دا منسوخ كړو او هم په ستمبر كښې د وزيراعظم نريندرا مودي په نامه خپل خط كښې مې د مذاكراتو او امن په ضرورت زور رواړې۔ وزيراعظم ووئيل د بده مرغه مذاكرات پېل كولو لپاره زمونږ ټولې هلې ځلې هند رد كړې۔ عمران خان ووئيل وړومبې زما دا خيال ٶ چې د نرېندرا مودي سخت دريځ او د پاكستان په ضد د بيانيې مقصد هندي ووټرانو كښې د قام پرستۍ جذبات راپېدا كول او مئي كال 2019 كښې په ټولټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كول وو۔ وزيراعظم ووئيل د فرورۍ په 14مه نيټه د هند د ټاكنو نه څو مياشتې وړاندې يو كشميري ځوان د هندي ځواكونو په ضد ځانمرګي بريد وكړٶ نو هندي واكمنو په سمدستي توګه د دغې ذمه وار پاكستان وګرځولو۔ ده وئېلې جې مونږ ثبوت وغوښت نو مودي د پولې نه پورې پاكستان ته د هند جنګي الوتكې راولېږلې چې په ځواب كښې ئې زمونږ فضائي يوه هندي جنګي الوتكه رانسكوره كړه او پائيلوټ ئې ونيولو۔ وزيراعظم ووئيل پخپله دفاع ښه پوهېږو خو كوم داسې هدف مونږ په نخښه نه كړو چې ځاني زيان ورسره اوشي او مونږ د كوم شرط نه غېر نيولې هندې پائيلوټ پرېښودلو۔ وزيراعظم ووئيل د مئي په 23مه نيټه په بيا منتخب كېدو مې مودي له مباركي وركړه او دا هيله مې ولرله چې مونږ سوئيلي آسياء كښې امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره په ګده كار كولې ش ۔ ده لېكلې جون كښې مې مودي ته بيا خط وليكلو چې پكښې مې امن لپاره په ګډه كار كولو لپاره مودې ته د مذاكراتو بيا وړاندېز وكړو خو يو ځل بيا هند هېڅ ځواب رانه كړو او مونږ ته معلومه شوه چې كله مونږ د امن رويه اختيار كړه نو هند پاكستان په فنانشنل اېكشن ټاسك فورس كښې “بلېك لسټ” ګرځولو لپاره لابنګ كولو۔ ده ووئيل مودي په اتومي ګاٶنډ كښې امن لپاره زمونږ خوښي ناسمه وګڼله٬ مونږ د كوم مخالف حكومت په ضد نه يو ولاړ٬ مونږ د “نيو انډيا” په ضد ولاړ يو چې پرې داسې مشرانو او د ګوند حكمراني ده كوم چې د هندوانو د برلاسي د نظريې پېداوار راشټريه سېوك سوامي سنګه(آر اېس اېس) دے۔ ده ووئيل هندي وزيراعظم او د حكومت يو شمېر وزيران پرله پسې د آر اېس اېس غړي دي چې مشران ئې (پلار نيكونه) د بنيتو مېسولېني او اډولف هټلر مداح وو٬ مودي د آر اېس اېس دوېم سپريم ليډر اېم اېس ګولواكر په اړه ډېر په مينه او تعظيم سره ليكلي چې دوي ئې “پوجينيا شري ګرو جي” (د پوجا لائق ګرو) ګرځولې٬ د مودي ګرو په كال 1939 كښې خپل كتاب كښې د نسل او د دوي كلتور پاك ساتلو لپاره په المان كښې د يهوديانو ختمولو په اړه توصيفي كلمات لېكلې او دا ئې قامي فخر ګرځولې او دغه ئې ځان لپاره هند كښې زده كړې او استفاده لپاره يو ښه مثال هم ګرځولې۔ وزيراعظم عمران خان لېكلې دي ما دا اميد لرو چې وزيراعظم منتخب كېدو

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں