د مودي قابض حكومت د 75 ورځو څخه مقبوضه كشمير محاصره كړې۔ 80 لکھ کشمیريان د 9 لكه پوځ د لارې د ترهګرۍ په نامه په نخښه كولې شي۔ د وزیراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد ۔ 18 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د مودي قابض هندې حكومت د 75 ورځو څخه مقبوضه كشمير محاصره كړې۔ د جمعې په ورځ كشميري اولس سره د يووالي په موقعه خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل مودي دا ګڼي چې د 9 لكه عسكرو د لارې به هغه كشميريان غلي كولو او د خپلې قبضه په ځائې ساتلو كښې كامياب شي۔ 80 لکھ کشمیريان د 9 لكه عسكرو د لارې د ترهګرۍ په نامه په نخښه كولې شي۔ ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې 9 لکھ پوځ د ترهګرۍ مخنيوي له نه بلكې د 80 لكه كشميريانو يرولو له په ځائې كړې ۔ نړۍ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو تر ټولو لويه خلاف ورزۍ ويني۔ ده وئېلې مودي اوس يرېږي او په دې خبره پوهېږي چې كله كرفيو پورته كړې شي نو خونريزي به رامخې شي

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں