د وزيراعظم عمران خان په كاروبار كښې د آسانيو په اړه د سرمايه كارۍ بورډ د سيوري لاندې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د كوټلي پرمختګ ترلاسه كولو لپاره نوې ټېكنالوجي كارولو ته اړتيا ده٬حكومت د خپلې ښې معاشي ډلې په وجه په اقتصادي چېلنجونو قابو مومي٬مونږ غريبه طبقه د غريبۍ څخه بهر راويستل غواړو٬د كومې لپاره چې سره د معاشي چېلنجونو حكومت احساس پروګرام پېل كړې٬د هېواد پرمختګ لپاره د تعليم نظام ښه كولو ته اړتيا ده٬د كاروبار آسانيو په اړه په اقداماتو د پوهانو هڅې د ستائنې وړ دي٬حكومت د لنډې او اوږدې مودې چېلنجونو سره مخ دې٬په معاشي چېلنجونو قابو موندلو له حكومت سره په مرسته كولو د ورلډ بانك مننه كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په كاروبار كښې د آسانيو په اړه د سرمايه كارۍ بورډ د سيوري لاندې دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم په رحيم يار خان كښې د تېز ګام ټرېن په پېښه كښې په شوي قيمتي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔په دې موقع په كاروبار كښې د آسانيو پیدا كولو په اړه د حكومتي اقداماتو ذكر كولو سره وزيراعظم په دې لړ كښې د حكومت د اقتصادي پوهانو هڅې وستائېلې۔ده ووئيل د معاشي ډلې ښې كاركردګۍ په وجه حكومت د كرنټ اكاؤنټ په خساره قابو موندلې۔ده ووئيل مونږ صنعتكاري او اولس د غريبۍ څخه ويستل غواړو او د دې مقصد لپاره مونږ احساس پروګرام پېل كړې۔د دې نه علاوه مونږ د لنډې او اوږدې مودې چېلنجونو سره مخ يو٬مونږ تعليمي نظام ښه كول غواړو۔د ځوانانو هنر زياتولو له اقدامات كوو۔ده ووئيل په هېواد كښې سرمايه كاري تر هغه وخت ممكن نه ده تر څو چې د انصاف په نظام د وګړو باور نه وي۔ده ووئيل چيف جسټس آف پاكستان د انصاف نظام ښه كولو له لوظي دې۔ده په معاشي چېلنجونو قابو موندلو له د ورلډ بانك د حكومت سره پھ مرسته مننه هم وكړه۔ده ووئيل د 60 په لسيزه كښې پاكستان په نړۍ كښې تندرفتاره پرمختګ كونكې هېواد وو۔ده ووئيل د هېواد نظام څخه موجوده خرابۍ لرې كولو له چمتو يو۔ د بهرني سرمايه كارۍ لپاره باور زياتولو ته اړتيا ده٬په تېر وخت كښې پاكستان په لويو پروژو كښې زيان سره مخ وو۔ده ووئيل مېرمنې قامي چوكاټ كښې شاملولو له اقدامات كوو

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں