اولس مشر ډاکټر عارف علوي د تركيه د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف جنرال ياشر ګلګر ته نشان امتياز ملټري وركړو

image
APP30-20 ISLAMABAD: November 20 - President Dr. Arif Alvi conferring Nishan-i-Imtiaz (Military) upon Chief of General Staff of Turkish Armed Forces, General Yasar Guler at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي د تركيه د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف جنرال ياشر ګلګر ته نشان امتياز ملټري وركړې۔ د نهې په ورځ ايوان صدر كښې خاص دستوره كښې د تركيه چيف آف جنرل سټاف ته دا اعزاز وركړې ۔ د دې نه پس جنرال ياشر ګلګر خپل پلاوي سره اولس مشر سره وليدل۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې هغه ته د مباركي وركولو په مهال اولس مشر ووئيل پاكستان او تركيېه د كلتور او مذهبي ورثې په بنياد ژورې او بې مثاله اړېكي لري كومې چې اوس څو كالو څخه په قوي تزويراتي همكارۍ بدلې شوې۔ ده ووئيل د پاكستان ماليزيا او تركيه په اشتراك د انګرېزۍ چېنل اقدام به په نړيواله كچه د اسلامو فوبيا خاتمې لپاره مهم سنګ ميل وي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو په سخت وخت كښې د يو بل تل ملګرتيا كړې٬ د كشمير په مسئله په خاص توګه ملګرو ملتونو كښې د تركيه مرسته د ستائنې وړ ده۔ مقبوضه جمو و کشمير كښې د هندي وسله والو ځواكونو په ظلمونو په اړه اولس مشر ووئېل د هندي حكومت په 5م اګست كال 2019 د آرټيکل 370 او 35 اے خاتمې نه پس په حالاتو مونږ تشويش لرو۔ اولس مشر د تركيه حكومت لخوا په نيوكليئر سپلائر ګروپ ٬ فنانشل اېكشن ټاسك فورس او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اصلاحاتو كښې په دې پوزيشن كښې د پاكستان د مرستې هركلې وكړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت د استعداد سره سم نه دے۔ اولس مشر زور رواړو چې پاكستان كښې د توان ٬ انفراسټركچر او فوډ پراسېسنګ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته كومو څخه چې ګټه پورته كېدې شي۔په دې موقع جنرال ياشر ووئيل د كشمير په كشاله تركيه د پاكستان بشپړه ملاتړ كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې هند او پاكستان به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دا كشاله هواره كړي۔ ده ووئيل تركيه به

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں