د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا

image

اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي چې د پوليو د مخ نيوي خاص كمپائن په مهال 99 فيصده ماشومانو ته د پوليو د مخ نيوي څاڅكي وركولو هدف ترلاسه كړے شوے، په دې كمپائن كښې په مجموعي توګه دوه لكه 65 زره د پوليو وركرانو برخه اخيستې. ده دا خبرې د پوليو د مخ نيوي كامياب كمپائن په پاې كښې په خپل بيان كښې وكړې. ده ووئيل چې مونږ د پوليو وائرس خاتمې په لړ كښې چېلنجونو سره مخ يو ځكه د پوليو خاتمه د يوې اجتماعي ذمه وارې په توګه په ډاګه كړې شوې. ده ووئيل چې په دې كمپائن كښې د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو د كمپائن كاميابې لپاره بشپړه كردار ترسره كړے.

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں