اسلام آباد 11ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پخوانۍ وړومبۍ ميرمن او د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر محمد نواز شريف کوروداني کلثوم نواز ته د هغې په 6م تلين پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د شورو په ورح د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د کلثوم نواز د مرګ غم زمونږ ټوله كورنۍ چرې هم نه شي هيرولے۔ کلثوم نواز ته د هېواد او قام او جمهوريت لپاره په خذمات پيرزوئنې وړاندې كوو۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر محمد نواز شريف لپاره هغه يو فولادي ډھال ؤ۔د آمريت په ضد د هغې د فخر وړ او يادګاري تحريك د سياسي تاريخ يو روښانه باب دے۔ اسلام، قرآن او نبي اکرمؐ سره عقيدت او مينه د کلثوم نواز د ټول ژوند معمول ؤ۔ ده ووئېل هغه د مشرقي روايات او اقدار منونكې وه،د لويو احترام، كوچنو سره شفقت او عمر له پوهې سره خبره كول د هغې د شخصيت برخه وه۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې هغي له لوړي درجي وركړي