د پاکستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د اتوار ورځ د جمهوريت نړيوالې ورځې په توګه ولمانځلې شوه

image

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د اتوار ورځ د جمهوريت نړيوالې ورځې په توګه ولمانځلې شوه۔ د بېن الپارلیمانی یونین تر سېوري لاندې هر كال په ګرده نړۍ كښې د ستمبر په 15 مه نېټه د جمهوريت ورځ لمانځلې شي۔ د دې ورځې د لمانځلو مقصد په نړيواله كچه د نوې جمهوريتونو ملاتړ او په هېوادونو كښې په حكومتي كچه جمهوريت ته وده وركولو له اقدامات كول دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دې ورځې لمانځلو ابتداﺀ په كال 2008ﺀ كښې وشوه۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په كال 2007ﺀ كښې د خپل 62 م سېشن د ایجنډا آئټم نمبر 12 قرارداد نمبر 62/7 د لارې هر كال د دې ورځې د لمانځلو منظوري وركړې وه۔ د جمهوريت نړيوالې ورځې په موقعه په ګرد هېواد كښې د بېلو سركاري ٬ نجي او سياسي تنظيمونو تر اهتمام لاندې بېلې دستورې وكړې شوې۔

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں