د آئين دننه قانون سازي د پارليمان اختيار دے٬په مجوزه آئيني تراميم به د مثبت وړاندېزونو هركلے كوو۔د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ قامي اسمبلۍ كښې پالېسۍ بيان

image

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي د آئين ډهانچې دننه قانون سازي د پارليمان اختيار دے٬په مجوزه آئيني تراميم به د مثبت تجاويز هركلے كوو٬سپريم كورټ كښې په ډېره لويه شمېره كښې مقدمو له امله عام كس انصاف كښې ځنډ سره مخ وي٬زمونږ مقصد عامو خلقو ته د عدالتونو څخه انصاف وركول دي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مجوزه آئيني بدلون په اړه پالېسۍ بيان كښې د قانون وفاقي وزير ووئيل د بدلون مسوده كابينه كښې د منظورۍ لپاره وړاندې كېږي٬سي سي اېل سي كښې د دې شق وار جائزه اخستلې شي٬بيا حكومت سره اختيار وي چې دا په قامي اسمبلۍ يا سينيټ كښې معارفي كړي٬اوس د دې تراميم مسوده سي سي اېل سي كښې ده او بحث برې نه دې شوے او كابينې ته هم نه دې وړاندې كړې شوې٬ده ووئېل پيپلز پارټي او مسلم ليګ(ن)ترمينځه په دې اړه د وړاندې نه مشاورت شوے٬د دې نه پس متحده قومي موومنټ٬پاكستان مسلم ليګ٬اعجاز الحق٬د بلوچستان عوامي پارټۍ٬اے اېن پي او ډاكټر عبدالمالك بلوچ٬مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچكزئي سره هم خبرې شوي۔د قانون وزير ووئيل په ماضي كښې د آئين سره د شوو ټوقو د سمولو لپاره پارليمان 18م بدلون منظور كړے۔ده ووئيل مونږ غواړو چې پاكستان مخ په وړاندې لاړ شي٬موجوده حالات كښې څوك هم د آئيني عدالت جوړولو ضرورت سره اختلافات نشي كولې٬ د آئين ډهانچې دننه قانون سازي د پارليمان اختيار دے ٬ 25 كروړه اولس پارليمنان ته د هېواد اړخ سمولو اختيار وركړے ۔ده ووئيل د بلوچستان او خبرپښتونخوا اولس د رياست تحفظ لپاره بې شمېره قرباني وركړي ٬پوځ هم هېواد لپاره چې كومې قربانۍ وركړي٬بايد مونږ هغه ضائع كولو له ورنه كړو۔ده ووئيل د آئيني عدالتونو جوړول د چيف جسټس رېټائرډ كېدو سره تړلې شي او دا وئېلې كېږي چې په عدالتونو بريد شوے حالانكه زمونږ په حكومت كښې كوم ريفرنس نه دې دائر كړے شوے ٬په ماضي كښې پرې بريد شوے چې پكښې جسټس قاضي فائر عيسٰی او جسټس شوكت عزيز صديقي په نخښه كړے شوي وو ٬دې خلقو د هغې ريفرنسز ملاتړ كولو٬ خو عدالتونو هغه ريفرنس هغه رد كولو سره وئېلي دي په دې كښې هېڅ حقيقت نشته۔ده ووئيل بلوچستان كښې حلقې ډېرې لويې لويې دي٬د صوبې منتخب استازو غوښتنه وه چې د صوبائي اسمبلۍ په چوكو كښې اضافه وكړی شي۔ده ووئيل مولانا فضل الرحمان او د پارليمان خاص كمېټۍ ته د مجوزه بدلون په اړه چې تر كوم حده وئېلې شو مونږ وئېلي دي۔بلاول بهټو زرداري په دې لړ كښې خپل بشپړ كردار ادا كړے ۔هغه تل هم دا خبره كړې چې پارليمان به قوي كول وي۔

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں