د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پاكستان فلم انډسټري سينئر هدايت كار الطاف حسېن په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پاكستان فلم انډسټري سينئر هدايت كار الطاف حسېن په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي او د همدردۍ څرګندونې سره وفاقي وزير ووئيل الطاف حسېن د پاكستان فلم انډسټري قيمتي اثاثه وه٬هغه په خپل ژوند كښې په ځينې يادګار فلمونو كښې هدايت كاري كړې٬په خپل محنت سره يې د پاكستان فلم انډسټري نامه روښانه كړې۔ده ووئيل د الطاف حسېن مرګ نه يوازې د پاكستان فلم انډسټري بلكې د ټول هېواد لپاره لويې زيان دے۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں