د پاكستان ستر قاضي جسټس ثاقب نثار چارسده بار ته وېنا

image

پېښور 20 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان ستر قاضي جسټس ثاقب نثار وئيلي دي چې په اېډهاك ازم چېلېدونكي قومونه پرمختګ نه شي كولې بلكې قومونه د علم٬ عدالتي نظام او د لېډرشپ په نتيجه كښې جوړېږي او پرمختګ كوي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په جوډيشل كمپلېكس چارسده كښې د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د انصاف په وركړه كښې د كوتاهې او د اوږدوالې مونږ ټول ذمه وار يو خو اوس د ادارو لخوا د ډيليور كولو وخت راغلې۔ ده ووئيل چې په انصاف كښې د تاخيز بنيادي وجه د قانون نه جوړېدل دي٬ د دې له امله نن هم په عدالتونو كښې 18 كلن پخواني كېسونه تر التوا لاندې دي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې به بار او بنچ ته خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل چې ادارې د ودانيو په نتيجه كښې به بلكې په شخصياتو جوړېږي٬ كه په چارسده كښې د بشري حقونو كومه مسئله وي يو هم دلته به كيناستو سره عدالت لګوو۔ ده ووئيل چې كه عدليه ډيليور نه كړي نو نظام به سم نه شي۔

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں