پسرور 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې كه اولس په راتلونكو ټولټاكنو كښې غوره پرېكړه وكړه نو مسلم ليګ ﴿ن﴾ به هم داسې مسئلې حل كوي٬ بايد د پرېكړې اختيار بل چا سره نه بلكې اولس سره وي٬ بايد د اولس ټاكل شوي استازي د پنځه كاله حكومت كولو اختيار ولري٬ په اوسنيو پنځو كلونو كښې هر يو حكومت سره په كومه نه كومه صوبه كښې اختيار و٬ سره د دې هم كار يوازې مسلم ليګ ﴿ن﴾ او نواز شريف كړے٬ د هېواد د خپلواكې او د پرمختګ كار د اولس په وړاندې دے٬ مسلم ليګ كومو نكاتو ته ضرورت نه لري٬ هغه په خپل ريكارډ ولاړ دے۔ د خالي په ورځ په پسرور كښې د سيالكوټ پسرور سړك د پراختيا پروژې د بنياد تيګې كېښودو نه پس په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې زاهد حامد ته چې حكومت په هر مشكل وخت كښې ذمه واري سپارلې٬ ده په ښه ډول پوره كړې٬ په هره يو سنجيده مسئله هم ده سره مشوره شوې او ده كله هم د كار كونو نه انكار نه دې كړے۔ د انتخابي اصلاحاتو د پارلماني كمېټې لخوا په جوړ كړې شوي بل كښې په يوه غلطي كومه چې زاهد حامد نه وه كړې٬ خو بيا هم ده د اخلاقي ذمه وارې ثبوت وركولو سره د وزارت څخه استعفٰي وركړه٬ هم دا سياست او د شرافت د سياست معيار دے۔ په ده كوم فشار نه وو۔ ده په خپله خوښه د استعفٰي وركولو وړاندېز وكړو۔ دا د خدمت د سياست معيار دے او په دې د هغه د سيمې خلق د مباركې حقدار دي كومو چې داسې استازې ټاكلې دے۔ وزيراعظم ووئيل چې په كوم هېواد كښې د سياست دانانو عزت نه وي٬ هغه هېواد پرمختګ نه شي كولې٬ څومره عزت چې د كوم جج٬ جنرال دے٬ هم دومره عزت د سياست دان هم دے۔ د هېواد معاملې او مسئلې بالاخره د سياست دانانو د لارې حل كېږي۔ ده ووئيل چې دلته ناست خواجه محمد آصف٬ زاهد حامد٬ افتخارالحسن شاه او نور سياست دانان څوك نه پېژني۔ خواجه آصف 30 كاله د هېواد خدمت كړے او په يوه اقامه كومه چې يوازې يوه ويزه وي٬ په كومه كښې چې ده ټېكس هم څرګند كړي٬ په دې نااهل كړے شو۔ آيا دا پرېكړې د هېواد په حق كښې ديِ۔ مونږ دا پرېكړې په سر سترګو قبولې كړې خو نه به تاريخ دا پرېكړې ومني او نه به ئې د پاكستان اولس قبولې كړي۔ هم دا سياست دانان هر پنځه كاله پس د اولس د احتساب د عمل نه تېرېږي۔ يوازې د سياست دانانو احتساب كېږي۔ د بل چا نه كېږي۔ ده ووئيل چې هېواد تر هغه وخت پرمختګ نه شي كولې تر څو چې د ووټ او سياست دان عزت نه وي شوے۔ بايد د ووټر لخوا په بېلټ د شويو پرېكړو عزت وشي۔ وزيراعظم ووئيل چې د سيالكوټ پسرور سړك د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وژن و۔ ده ووئيل چې د پنجاب وزيراعلٰي د محنت په ټول پنجاب كښې ثبتونه دي۔ مونږ چې كله نورو صوبو ته لاړو شو نو د هغه ځائ خلق وائي چې كاش مونږ سره هم د شهباز شريف په شان وزيراعلٰې وې۔ نورې صوبې هم وسائل لري خو د خوارې او محنت خبره ده۔ ده ووئيل چې زما د وزيراعظم جوړېدو 8 مياشتې وشوې۔ هره اونۍ د اربونو روپو د پروژو پرانسته كېږي۔ دا پروژې زمونږ په دور كښې پېل شوې وې او هم په دې دور كښې ترسره شوې۔ مونږ داسې پروژې هم ترسره كړې كومې چې د 20 ٬ 20 كلونو نه نامكمل وې او نورې يو شمېر پروژې هم روانې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې موټروے سره به د دې سيمې تقدير بدل شي۔ دا پروژه په تېر وخت كښې هم ترسره كېدې شوه٬ جنرال مشرف او زرداري سره هم د فنډ كمې نه وو خو په پاكستان كښې كه چا كار كړے نو هغه مسلم ليګ ﴿ن﴾ دے۔ كه كوم ليډر د اولس د مسئلو د حل درد٬ سوچ او وژن لري نو هغه يوازې نواز شريف دے۔ ده ووئيل چې كله مونږ اقتدار ته راغلو نو هغه وخت د پرمختګ شرح درې فيصده وه كومه چې اوس زياتېدو سره 6 فيصد ته رسېدلې۔ ده ووئيل چې كه اولس په راتلونكو ټولټاكنو كښې غوره پرېكړه وكړه نو مسلم ليګ ﴿ن﴾ به هم داسې مسئلې حل كوي٬ بايد د پرېكړې اختيار بل چا سره نه بلكې اولس سره وي٬ بايد د اولس ټاكل شوي استازي د پنځه كاله حكومت كولو اختيار ولري٬ په اوسنيو پنځو كلونو كښې هر يو حكومت سره په كومه نه كومه صوبه كښې اختيار و٬ سره د دې هم كار يوازې مسلم ليګ ﴿ن﴾ او نواز شريف كړے٬ د هېواد د خپلواكې او د پرمختګ كار د اولس په وړاندې دے٬ مسلم ليګ﴿ن﴾ كومو نكاتو ته ضرورت نه لري۔ په دې موقع خواجه محمد آصف او زاهد حامد هم وېنا وكړه۔ د دې څخه وړاندې وزيراعظم ته د پسرور كېډټ كالج كېډټس ګارډ اف آنر وړاندې كړو۔ وزيراعظم ته د سيالكوټ پسرور پروژې په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔