كراچۍ كښې سمندري اوبه صفا كولو نه ځانله د اوبو مسئلې هېڅ حل نشته۔ ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد ۔22 مئی (اے پی پی) د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر عارف علوي وئيلي چې كراچۍ كښې سمندري اوبه صفا كولو سره ښار ته وركولو نه ځانله د اوبو مسئلې هېڅ حل نشته۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ډاکټر عارف علوی د اعتراض په نكته ووئيل چې دا وخت په ټول هېواد كښې د اوبو د كمي مسئله ده۔ كراچۍ كښې د 600 ملین ګېلن شارټ فال دے۔ كراچۍ كښې سمندري اوبه صفا كولو سره ښار ته وركولو نه ځانله د اوبو مسئلې هېڅ حل نشته۔ دې لپاره به د اوس نه منصوبه بندي كول وي۔ حکومت د 50 ملین ګېلن ډی سالینیشن پلانټ خبره كړې دا كم دي۔ د هيټ سټروك په سوب 65 كسان مړه شوي دي۔ زما خواست دے چې اولس ته په دې اړه ووئيلې شي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں