په سانګهړ كښې د تېلو او ګاز كمپنو لخوا د سماجي ذمه وارې په مد كښې وركړې پېسې به اړوند اېم اېن اے ته وركولې شي۔ د وفاقي وزير شېخ افتاب احمد په قامي اسمبلۍ كښې د پام راګرځونې پھ نوټس ځواب

image

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) قامي اسمبلې ته وئيلي شوي دي د تېلو او ګاز كمپنې د سماجي ذمه وارې له مخې د تېلو او ګاز په سيمو كښې فلاحي كارونه كوي او ځائي خلقو ته ملازمتونه هم وركوي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلې كښې په سانګهړ كښې د تېلو او ګاز كمپنو لخوا د فلاحي چارو او ملازمتونو په اړه د جمال الدين د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې وفاقي وزير شېخ افتاب احمد ووئيل د پېټروليم كمپنې چې په كومه سيمه كښې كار كوي٬ هلته د سماجي ذمه وارې له مخې كار كوي او ځائي خلقو ته روزګار هم وركوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې ټول فنډ اړوند ډپټي كمشنر ته وركولې شي۔ د ډپټي كمشنر په دفتر كښې يوه كمېټې وي۔ په كمېټې كښې د اېم اېن اېز او د اېم پي اېز په مشوره د پرمختيائي چارو پرېكړې كولې شي۔ ده ووئيل په سانګهړ كښې د تېلو او ګاز كمپنو لخوا د سماجي ذمه وارې په مد كښې وركړې پېسې به اړوند اېم اېن اے ته وركولې شي

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں